1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل برید د تلفاتو شمیر تر ۴۰۰ لوړ شو

۱۳۹۵ اردیبهشت ۱, چهارشنبه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د کابل د سه شنبې ورځې د برید له کبله د وژل شویو کسانو شمیر ۶۴ تنو ته لوړ شوی دی. په دغه برید کې ۳۴۷ تنه نور ټپیان شوي هم دي.

https://p.dw.com/p/1IYuW
Afghanistan Explosion in Kabul
انځور: Reuters/O. Sobhani

د کورنیو چارو ویاند صدیق صدیقي، د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: «په خواشینۍ سره باید ووایم چې د کابل د تیرې ورځې په برید کې ۶۴ کسان وژل شوي او ۳۴۷ تنه ټپیان دي. ډیری قربانیان ملکیان دي.»

طالبانو د سه شنبې په ورځ د کابل په پل محمود خان، سیمه کې ځانمرګی برید وکړ. د برید هدف د ملي امنیت یوه اداره وه چې د دولتي چارواکو د ساتنې دنده پر غاړه لري.

طالبانو تر برید لږ وروسته د هغه پړه پر غاړه واخیسته او آن د هغو دوو تنو انځورونه یې خپاره کړل چې په وینا یې دغه برید یې ترسره کړی دی.

د کابل د سه شنبې ورځې چاودنه د دولتي چارواکو او نړیوالو له خوا په سختو ټکو وغندل شوه. افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د ټپي شویو کسانو د عیادت پر مهال وویل چې حکومت په د هر وژل شوي افغان غچ واخلي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب