«د کابل برید د قربانیانو شمیر ۲۸ تنو ته لوړ شوی»
۱۳۹۵ فروردین ۳۱, سهشنبهد رویترز خبري آژانس د کابل د امنیې قوماندان عبدالرحمان رحیمي، له قوله لیکلي دي چې په قربانیانو کې ملکي وگړي او د افغانستان امنیتي ځواکونه شامل دي.
تر دې دمخه طالبانو د دغه برید مسوولیت پر غاړه واخیست. د طالبانو له لوري د پسرلنیو عملیاتو د پیلیدو له اعلان وروسته دا په کابل کې لومړنی برید دی. هغوی دوې اوونۍ وړاندې د پسرلنیو عملیاتو د پیلیدو اعلان کړی وو.
تر دې د مخه د ملي امنیت ادارې یوه چارواکي د نوم د نه اخیستلو په شرط ویلي دي: «په برید کې د ملي امنیت لږ تر لږه ۱۵ کار کوونکي وژل شوي دي.»
همداشان په لومړي سر کې د افغانستان د روغتیا وزارت مشارو اسماعیل کاوسي، ویلي ول چې د چاودنې له کبله لږ تر لږه ۱۶۱ نور کسان ټپیان شوي هم دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي، بیا ویلي ول: «د تلفاتو کچه ښايي لوړه وي ځکه په سیمه کې د چاودنې پر مهال د خلکو گڼه گوڼه زیاته وه.»
د برید هدف ښايي د ملي امنیت ادارې هغه څانګه وه چې د افغان حکومت د لوړپوړو چارواکو د امنیت ټینګولو دنده پر غاړه لري. ویل کیږي چې تر چاودنې وروسته په سیمه کې د ډزو غږونه هم اوریدل شوي دي.
طالبانو تیره اوونۍ د خپل پسرلنیو عملیاتو پیل اعلان کړ او د افغانستان په بیلابیلو ولایتنو کې یې بریدونه په لاره واچول خو د سه شنبې ورځې برید د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو له پیل راهیسې پر پلازمینه کابل د دې ډلې لومړی برید وو.