1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنت ته د رسیدو ژمنو څرنګه یو افغان زندان ته ورسوو

د فرانسې خبري آژانس۱۳۹۵ فروردین ۳۰, دوشنبه

په لومړي نظر کې محب الله یو عادي افغان نوی ځوان ښکاري. په مخ یې یو تاره ږیره شنه شوې، نرمه مسکا لري او غواړي په راتلونکې کې بوکسر شي. خو هغه اوس په زندان کې ځکه وخت تیروي چې طالبانو ځانمرګي برید ته هڅولی وو.

https://p.dw.com/p/1IXbL
انځور له ارشیف څخهانځور: AP

دا ۱۵ کلن ځوان په ۲۰۱۴ کال کې هغه وخت ونیول شو چې غوښتل یې د ولسوال د دفتر مخې ته ځان والوزوي. دی چې له کوره تښتیدلای وو اوس د کندهار ښار په یوه زندان کې شپې او ورځې سبا کوي.

محب الله په داسې حال کې چې سترګې یې له اوښکو ډکې وې هغه کیسې راپه یادوي چې د شهادت وروسته ورته د جنت په اړه شوې وې. دی وايي، ورته ویل شوي وو چې د خپل ځانمرګي واسکټ د الوزولو په صورت کې به هیڅ درد احساس نه کړی او فوراً به جنت ته ولاړ شی.

محب الله چې دردونکي کیسه یې د افغانستان په جګړه کې د ماشومانو د استعمالولو یوه بیلګه ده، دغه خبرې د زندان د چارواکو په موجودیت کې وکړې.

دی زیاتوي چې هغه کس چې ځانمرګي برید ته یې هڅولې وو، ور ته ویلي ول چې په افغانستان کې د ځانمرګي برید له پاره د پنځوو هدفونو څخه یو خوښ کړي. محب الله پکښې د ارغنداب ولسوال خوښ کړ.

دی وایي چې تر مخه ښه او د یوه ابدي ژوند له ژمنې سره، د ارغنداب په سفر واستول شو. د خنډونو کډ په دغه سفر کې به دی د یوه تن څخه بل ته سپارل کیده او ډيرې شپې یې د موټرو په ټول بکسونو کې تیرې کړي. خو دی د هغه د مخه چې خپل هدف ته ورسیږي، نیول کیږي او د څلورو کالو په بند محکومیږي.

محب الله د فرانس پریس خبري آژانس سره په مرکه کې ادعا کوي چې مغز منځنه یې په پاکستان کې په پرتو د زرونو دیني مدرسو څخه په یوه کې شوی چې ویل کیږي ډيرې یې د سعودي عربستان له خوا تمویلیږي.

افغان چارواکي دغه مدرسې د طالبانو له پاره د جلب یوه ستره سرچینه بولي. د کابل او اسلام آباد اړیکې هم له همدې کبله چې ګواکې په پاکستان کې طالبان روزل کیږي، تل ترینګلي وي او پاکستان په همدې تازه ورځو کې تر څو کلونو انکار وروسته ومنله چې د طالبانو مشرتابه یې هیواد ته په خوندي توګه سفرونه کوي.

څارونکي اندیښنه څرګندوي چې دغه مدرسې د افراطیت او نه زعم روزونځایونه دي او تل یې د څارنې غوښتنه کوي.

براین ویلیمز، چې په افغانستان کې یې د ځانمرګو بریدونو ترهګرۍ په اړه د «CIA» یا د امریکا متحده ایالتونو د بهرني استخباراتي سازمان یوه څیړنه ترسره کړې ده، وويل: «د پاکستان په قبایلي سیمو کې دیني مدرسې د ځانمرګو بریدګرو فابریکې دي.» دی زیاتوي: «افغانستان د څو کلونو راهیسې د دغه نل لیکې د بندولو ناکامه هڅې کوي. د دغه ماشومانو کورنۍ تر هغه وخته نه پوهیږي چې اولادونه یې جلب شوي دي ترڅو چې ورته هغه پیسې راوړل شي چې د ورکړې ژمنه یې د مړو زامنو سره شوې وي.»

وسلوال طالبان تل وايي، هغه «هلکان چې ګیره ونه لري» په جګړو کې ترې کار نه اخلي خو افغان چارواکي تل د داسې ځانمرګو برید ګرو د نیولو رپوټونه ورکوي چې د ځینو عمرونه تر شپږو کلونو هم کم وي.

چارواکي وايي چې ماشومان د «انساني توغندي» په توګه کارول کیږي ځکه تنکی او اثرمنونکی مغز یې په آسانۍ سره تر اغیزې لاندې راوستل کیدای شي.

تیره میاشت هم په ننګرهار کې یوه ۱۲ کلن هلک چې باید ځانمرګی برید یې ترسره کړای وای، ځان پولیسو ته وسپاره. دغه هلک له رسنیو سره د خبرو پر وخت وويل چې طالبانو دی د «کافر عسکرو» د وژلو په موخه استولې وو، خو په یوه جماعت کې په لمانځه د ولاړو عسکرو له وژلو ویریده».

د بشري حقونو د څار ټولنې هم په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا د ماشومانو کارول د افغانستان د اوږدې جګړې یو بل بګنونکی اړخ وباله.

د محب الله کورنۍ په سپین بولدک کې د خټو په یوه کور کې ژوند کوي. د دغه سیمې ډیري ماشومان د سرحد بلې خوا ته په مدرسو کې دیني زده کړې کوي. د محب الله مور وايي: «دی خو له پیشوګانو هم ویریږي. څرنګه یو ځانمرګی برید ترسره کولای شي.»

نوموړې زیاته کړه چې د خپلو شپږو ماشومانو له پاره په ډيره سختۍ ډوډۍ پیدا کوي او نه شي کولای د خپل زوی له پاره وکیل ونیسي. هغه وایي: «کله مې چې په زندان کې ولید نو پوښتنه مې ترې وکړه چې ولې له کوره تښتیدلای وې؟ نو په چیغو شو، غیږ کې یې ونیولم او ویل یې: کور ته مې درسره بوځه.»

د محب الله کشر ورور عصمت الله وايي: «زما محب الله ډیر یادیږي.» دی هغه وخت راپه یادوي چې د محب الله سره به یې سوک وهنه کوله.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب