1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د جگړې او سولې په اړه تصمیم نیسي

حسين سيرت / کابل۱۳۹۵ فروردین ۳۰, دوشنبه

د افغانستان حکومت پریکړه کړې ده چې د سولې او جگړې په برخه کې خپل دریځ مشخص کړي. دا په داسي حال کي چي د وسله والو بريدونه زيات سوي دي.

https://p.dw.com/p/1IXop
Afghanistan Präsident Palast in Kabul
انځور: AP

دغه تصمیم په یوه داسې وخت کې نیول کیږي چې د امریکا او چین تر څارنې لاندې د سولې څلور اړخیزه خبرې اترې ناکامه بریښي او طالبانو جگړې ته ادامه ورکړې.

د افغانستان حکومت او خلک هیله من ول، چې د سولې څلور اړخیزې خبرې اترې به نتیجه ورکړي او په دغه هیواد کې به تاوتریخوالی راکم شي. خو اوس داسې بریښي چې دغه خوشبینۍ دې هم پای ته رسیدلي وي او اوس د جگړی نوی فصل رارسیدلی، چې ځیني ولایتونه د طالبانو د یرغلونو شاهد دي.

طالبانو په څو ولایتونو کې یرغلونه پېل کړل او د افغانستان په شمالي، شمال ختیځ، سویلي او ختیځ ولایتونو کې د حکومتي ځواکونو او طالب جنگیالیو تر منځ نښتې رامنځ ته شوي دي.

که څه هم افغان حکومت د سولې خبرو اترو ته امیدواره وو، خو د ولسي جرگې استازي وایي چې د سولې خبرې اترې کومې نتیجې ته نه دي رسیدلي. د هغوی په خبره ژمی د سولې موسم وو او اوس د جگړې موسم رارسیدلی دی. د ولسي جرگې د رئیس مرستیال ظاهر قدیر په خپلو څرگندونو کې وویل: «جمهوري ریاست غوښتي دي، چې تر نن ماښامه پورې ټول استازي په هغه یوه غونډه کې گډون وکړي چې په کې جمهور رئيس، اجرائیه ریئس او معاونین یې حضور لري او د امنیتي مسایلو په هکله بحث کوي.»

دغه غونډه په ارگ کې جوړیږي او د هغې اصلي اجنډا د افغانستان پر سولې او جگړې بحثونه دي.
بې پایلې خبرې اترې

د افغانستان او پاکستان حکومتونو د نړۍ د دوو سترو قدرتونو امریکا او چین تر نظر لاندې په ژمي کې د سولې څلور اړخیزه خبرې اترې پېل کړې. افغانستان هیله من وو چې ښایي د امریکا او د چین د حضور په دلیل دغه خبرې اترې نتیجه ورکړي.

خو د پسرلي موسم په رارسیدو طالبان نه یوازې دا چې خبرو اترو ته حاضر نه شول، بلکې د «عمري» په نوم د پسرلنیو عملیاتو د پیلیدو اعلان یې وکړ. د دغه عملیاتو په پیلیدو سره په کندز، بغلان، تخار، سرپل، فراه او ځینې نورو سیمو کې د جگړو د زیاتیدو رپوټونه ورکړل شوي دي.د ولسي جرگې ځینې استازو د سولې د پروسې تر نامه لاندې د وخت په ضایع کولو انتقاد وکړ. هغوی وویل که چیرې حکومت د سولې او جگړې په برخه کې جدي او پریکړن تصمیم ولري، نو هره ورځ به د دې وطن خلک نه وژل کیږي او د جگړو په پایله کې به خپلو کورونو پریښولو ته نه اړ کیږي.

په ولسي جرگه کې د کندهار د خلکو استازي شکیبا هاشمي پر حکومت باندې د نیوکې په ترڅ کې وویل:«آیا د څلور اړخیزو مذاکراتو پایله دا شوه چې عملیات پیل شي؟ پایله یې دا شوه چې د افغانستان د خلکو وینه وبهیږي؟»

د ولس استازو وویل چې حکومت باید پر خپلې امنیتي پالیسۍ باندې له سره غور وکړي او پرې نه ږدي چې د هرې ورځې په تیریدو سره د ناامنیو لمن پراخه شي.امنیت په لومړیتوب کې

د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو له پېل سره، دغې ډلې هڅه وکړه چې کندز یو ځل بیا ونیسي. که څه هم دغه هڅه یې ناکامه شوه خو د ښار په اطرافو کې جگړه ادامه لري او طالبانو ته په دغو نښتو کې درنه مرگ ژوبله اوښتې ده.

په عین وخت کې د ولسي جرگې ځیني استازي وایي چې طالبان د ولسوالیو او ولایتونو د نیولو توان نه لري، خو په وینا یې اصلي ستونزه د امنیتي نهادونه او د حکومت د رهبرۍ تر منځ د همغږۍ نشتوالی دی. ځینو استازو پر دې خبره ټینگار وکړ چې حکومت باید پر امنیتي مسایلو باندې تمرکز وکړي او پرې نه ږدي چې نورې سیمې د طالبانو په لاس سقوط وکړي.

د کونړ ولایت استازي صالح محمد صالح وویل: «طالب سره موټر سایکل دی ولې له ما سره ټانک دی، طالب سره خر دی ما سره هلیکوپتر دی. طالب سره پوخ سړک نه شته، غر دی او له ما سره پوخ سړک دی. طالب یوه ډله ده، خو زه حکومت یم دولت یم. او زه پر دې و نه توانیدم چې امنیت راولم علت یې څه شی دی؟»

د پارلمان دغه استازي پر حکومتي چارواکو انتقاد وکړ او ویې ویل چې په داسې حال کې چې نا امنیو ټول افغانستان پر سر راخیستی، د حکومت رهبران په دولتي ادارو کې د کسانو د گمارلو پر سر په لانجو اخته دي.

طالبانو خپل «عمري» پسرلني عمليات پېل کړي دي
طالبانو خپل «عمري» پسرلني عمليات پېل کړي ديانځور: Aref Karimi/AFP/Getty Images
غني د ظاهر قدير په وړانديز دغه غونډه رابللې
غني د ظاهر قدير په وړانديز دغه غونډه رابللېانځور: DW
د سولي له پاره څلور اړخيزه غونډو تر اوسه مطلوبه پايله نه ده لرلې
د سولي له پاره څلور اړخيزه غونډو تر اوسه مطلوبه پايله نه ده لرلېانځور: picture-alliance/dpa