1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو په اړه د اروپايي ټولني ځانگړې غونډه

۱۳۹۴ شهریور ۹, دوشنبه

اروپايي ټولني د مهاجرو په اړه د وزیرانو په سطحه یوه فوق العاده غونډه پلان کړې ده. د ټولني شورا اعلان کړی دی، چي دغه موضوع اوس ډیره پراخه سوې ده.

https://p.dw.com/p/1GOOU
انځور: picture alliance/CITYPRESS 24

د سلونو زرو مهاجرو راتگ ته په کتو سره اروپايي ټولنه غواړي اوس د عادلانه ویش پر سر خپل منځي میاشتني اختلافات پای ته ورسوي: د همدې له پاره به د اروپايي ټولني د کورنيو او عدلي چارو وزیران د سپتمبر میاشتي پر ۱۴ په يوه ځانگړې غونډه کي سره راټول سي او د مهاجرو د کړکېچ په اړه به خبري وکړي.

د اروپايي ټولني شورا رئيس خبر ورکړ چي په غونډه کي به د مهاجرو بې حده زیات راتگ (هجوم) ته اروپايي جواب پیدا او د «اوسني حالت او سیاسي تدابیرو» په باب به بحثونه وسي. د هغه په خبره د اروپايي ټولني دننه او دباندي حالت هیڅ وخت دومره پراختيا نه وه موندلې.

تر دې دمخه د جرمني د کورنيو چارو وزير توماس دېميزې او د هغه فرانسوي او بریتانوي سیالانو د دغه ډول یوې غونډي د جوړیدو خبره کړې وه. د دغو درو وزیرانو په گډه اعلامیه کي راغلي دي، د غونډي هدف دا دی چي پر مشخصو تدابیرو باندي کار وسي، څو د اکتوبر میاشتي پر اتمه د شورا په راتلونکې عادي غونډه کي مشخصي پريکړي وسي.

هغوی د نورو تر څنگ د دې غوښتنه هم وکړه چي د اروپايي ټولني په سطحه مشخصه سي، چي کوم هيوادونه د ډاډمنو هيوادونو په جمله کي راځي. تر اوسه پوري په دې باب هر هیواد جلا تصمیم نياوه.

SCHUTZ

درو سرو وزیرانو همدارنگه د اروپايي ټولني د سرحدونو سره د مهاجرينو له پاره د مرکزونو پر جوړولو باندي ټینگار وکړ. دغه مرکزونه به په داسي هيوادونو، لکه ایټالیا او یونان کي جوړیږي چي مهاجر به منل کیږي، د هغوی د گوتو نخښي به اخیستل کیږي او بیا به معلومیږي چي څوک د پاتېدومستحق دی.

په همدې حال کی د اروپايي ټولني د لوی کمیسار مرستیال فرانس تیمر من او مهاجرو کمیسار دیمتریس اوراموپولوس غواړي چي نن دوشنبه د فرانسې شمال Calais سيمه ته سفر وکړي.

په دغه سيمه کي په زرونو مهاجر انګلستان ته د تگ په خاطر بند پاته دي. له هغوی سره به د فرانسې صدراعظم مانوییل والس او د کورنيو چارو وزير بیرنارد کازانوف ملگري وي. دوی به پر نورو سربيره په کالې کي د مهاجرو مؤقتی کمپ او ایرو تونل هو وگوري.

په کالې کي له ډیره وخت راهیسي مهاجر په دې هیله راټول سوي دي چي په بریتانیا کي به پناه ورکړي او کار به پیدا کړي.

د اټکلونو له مخي دلته اوس تر ۳۰۰۰ پوري مهاجر راټول سوي دي. ډیری کوښښ کوي چي د ریلگاډو او یا لاریو په مرسته له کانال څخه تیر او په غیر قانوني ډول انګلستان ته ولاړ سي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب