1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د م.م. سرمنشي د کډوالو په اړه سرمشريزه رابللې ده

آژانسونه / شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ شهریور ۷, شنبه

د اطریش او مدیترانې تر تراژيدۍ وروسته د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون د کډوالو د لا زیات ملاتړ په موخه یوه ځانگړې سرمشريزه رابللې ده. مون ویلي دي چې دغه کړکیچ یوې گډې سیاسي حل لارې ته اړتیا لري.

https://p.dw.com/p/1GNk4
انځور: picture-alliance/APA
د کډوالو د روان بحران په پام کې نیولو سره د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون د نړۍ د هیوادونو مشران نیویارک ته وربللي دي. بان کي مون په نیویارک کې ویلي دي:« زه مطمئن یم چې دا مساله (د کډوالو بحران) به په راتلونکي میاشت کې د نړۍ د مشرانو په عمومي غونډه کې لومړيتوب ولري.» هغه د دغې نړیوالې ستونزې د حل په موخه د سپټمبر د میاشتې په ۳۰ نیټه یوه ځانگړې غونډه تنظیم کړې ده.

بان کي مون د کډوالو په بحران کې پر ټولو ښکیلو هیوادونو غږ کړی دی چې له کډوالو سره د بشردوستۍ چلند، ترحم او د بین المللي ژمنو پر اساس عمل وکړي. د مون په خبره د کډوالو بحران یو داسې بشري ناورین دی چې گډ سیاسي ځواب ته اړتیا لري. د ملگرو ملتونو عمومي منشي زیاته کړې ده: « دا د پیوستون کړکیچ دی، نه د اعداد او شمیرو.»


د قاچاقبرانو پر وړاندی پوځي عملیات د اکتوبر په میاشت کې پیلیږي؟


د کډوالو په برخه کې د ملگرو ملتونو ادارې UNHCR د رپوټ پر بنسټ سږکال تر ۳۰۰ زرو ډیر انسانان د مدیترانې له لارې اروپا ته داخل شوي دي. د دوی له جملې څخه ۲۰۰ زره یې په یونان کې پاتې شوي او ۱۱۰ زره یې ایټالیې ته رسیدلي دي. دغه شمیرې د ۲۰۱۴ کال په پرتله ډیر زیاتوالې ښې. په دغه کال کې په مجموع کې ۲۱۹۰۰۰ انسانان مهاجر شوې ول. د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې UNHCR په حوال د ۲۰۱۵ کال د پيل راهیسې تر اوسه پورې ۲۵۰۰ کډوالو د مهاجرت په بهیر کې یا خو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او یا هم لادرکه شوې دي.

په مدیترانه کې د انساني قاچاقبرانو پر وړاندي د اروپایې اتحادیې پوځي عملیاتو ته هر څومره ژر چې امکان ولري باید پراختیا ورکړل شي. د آلمان خبري اژانس (dpa) د اروپایې اتحادیې پورې د اړوندو حلقاتو په حواله ویلي دي چې د اروپایې اتحادیې ځواکونه کولې شي چې همدا د اکتوبر له میاشتې څخه د لیبیا د ساحلې اوبو څخه د باندې په مدیترانه کې د انساني قاچاقبرانو د کشتیو د بندولو او لمنځه وړلو په موخه عملیات پیل کړي. په اوس وخت کې پوځي عملیات یوازې د معلوماتو د راټولو او د کډوالو او د هغوې د کشتیو د ژغورنې تر ساحې پورې محدود دی. اوس مهال په مجموع د آلماني پوځ ۳۰۰ سرتیرې په دوو کشتیو کې په دغه ماموریت برخه لري.