1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو د مرگ د ناورين په تور ۴ کسان نیول سوي

۱۳۹۴ شهریور ۶, جمعه

په اتریش کي د مهاجرو په غمیزه کي تر هغه ډیر انسانان وژل سوي دي، لکه گومان چي يې کیدی. د اتریش حکومت د جمعې په ورځ خبر ورکړ چي د دغه هيواد پر یوه لویه لار له درول سوي لارۍ موټر څخه تر ۷۰ زیات جسدونه راایستل سوي دي.

https://p.dw.com/p/1GNNH
انځور: Reuters/H.P. Bader

د پنجشنبې په ماښام لا د۵۰ مهاجرو د جسدونو خبره کیده. خو دا چي جسدونه خراب سوي ول، نو په سملاسي توگه د هغوی په هکله دقیق معلومات ورکول گران کار وو.

د اتريش پوليسو د معلوماتو له مخي په مړو کي ۵۹ نارينه ۸ ښځي او څلور کوچنيان شامل دي چي يوه ئې دوه کلنه نجلۍ ده. پوليسو ويلي دي چي له مړو سره د سوريې د سفر کولو يو سند هم موندل سوی دی، چي گومان کيږي مهاجر به سوريايان وي.

بله خوا بیا د هنگري پوليسو د جمعې په ورځ په خپل ويبپاڼه کي ليکلي دي چي د دغي لارۍ د پيښي په تور ئې درې بلغاريايان او يو افغان نيولی دی.

پر دې سربيره د پوليسو دغه وينا پاڼه کي راغلي دي چي کورونه يې تلاښي کړي او شل کسان يې د شاهدانو په توگه پوښتلي دي. د پوليسو يوې وياندي «NTI» خبري آژنس ته ويلي دي چي په نيول سوو کسانو کي کوم هنگري وگړی شامل نه دی.

په دغه یخچالي لارۍ کي چي د مهاجرو جسدونه پیدا سوي دي اوس د هنگري له سرحد سره نژدې د اتریش د نیکلس دورف په کلي کي ولاړه ده. د دغه ځای د پوليسو مشر هانس پیتر دوسکوڅیل، ويلي دي چي هلته بیا لارۍ په یوه سړه خونه کي پرانیستل سوې. دغه جسدونه به اوس څېړونکي او د عدلي طب ډاکټران په ویانا کي معاینه کړي.

د پوليسو د ځایي مشر په وینا دا چي دغه انسانان به د ترانسپورت پر وخت د ساه بندۍ له کبله مړه سوې وي که به کوم بل دليل ولري، تر اوسه یې په هکله څوک په دقیقه توگه څه نه سي ويلای.

په شپه کې له سرحده تیریدل

څېړونکو داسي اټکل کوي چي دغه مهاجر په اتریش کي مړه سوي نه دي، بلکې د لارۍ تر پیدا کیدو یوه نیمه یا دوې ورځي مخکي د سفر پر مهال مړه سوي دي. پیتر دوسکوڅیل وايي چي دغه لارۍ موټر چي د هنگري لمبر پیلیټ لري د بودا پیست له ختيځ څخه یې حرکت کړی وو او د شپې د اتریش له سرحده تیره سوې وه. هغه گومان کوی چي د لارۍ چلونکی به له اتریشه وتلی وي.

د اتریش د کورنیو چارو وزیري یوهانا میکلایتنر په ټينگار سره ويلي دي: «دغه تراژیدي زموږ ټولو د غم او درد سبب سوې ده. قاچاقبران جنایت کاران دي.»

د وزیرې په خبره دغه غمیزه باید «ټولي اروپا ته یو زیگنال وي.» هغې ويلي دي چي باید تر اروپايي ټولني دباندي سرحدونو سره بلاخره د مهاجرو له پاره مرکزونه جوړ سي، چي وساتل سي.

د اتریش د عدلیې وزیر ولفگنگ برانډ شټیتر بیا ویلي دي چي د سازمان ورکونکو قاچاقبران سره باید په ټوله اروپا کي جدي مبارزه وسي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب