د اخوان المسلمین مشران محاکمه کيږي
۱۳۹۲ شهریور ۳, یکشنبهد مصر دولتي رسنې مینا، ویلي دي چې د اخوان المسلمین ډلې پر مشر محمد بدیع، او د هغه پر دوو تنو مرستیالانو خیرت الشاطر او رشاد البيومي، باندې د مصر د وروستیو مظاهرو پر مهال «خونړي تاوتریخوالي» ته د لمن وهلو تورونه لګول شوي دي.
د مصر پر پخواني ولسمشر حسنې مبارک، باندې هم د یکشنبې په ورځ نور تورونه لګول کیږي. اوس نو مبارک په ۲۰۱۱ کال کې د هغه پر ضد د مظاهرو پر مهال په وژنو کې په ښکیلتیا تورنیږي. مبارک تیره اوونۍ له زندان څخه آزاد شو خو هغه اوس هم په نظر بند دی. د مصر دغه ۸۵ کلن پخوانۍ ولسمشر اوس په قاهرې کې په یوه روغتون کې وخت تیروي. لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې مبارک به د محکمې په غونډه کې ګډون وکړي او که نه.
بدیع تیره اوونۍ ونیول شو. دا له ۱۹۸۱ کال راهیسې لومړۍ ځل دی چې د اخوان المسلمین یو مشر نیول کیږي. د هغه دواړه مرستیالان خیرت او البیومي بیا تر دې مخکې د مصر د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي ول. د اخوان المسلمین پر دغو درو لوړپوړو غړو باندې د روان کال د جون میاشت په ۳۰ نیټه د مظاهرو پر مهال وژنې ته د وګړو د هڅولو تورونه لګول شوي دي. په هغه وخت کې د «تمرد» په نوم یوې ډلې د مرسي پر ضد مظاهرې کولې او د هغه د ګوښه کیدو غوښتنه یې کوله.
پر دې سربیره به د اخوان المسلمین درې تنه نور غړي هم محاکمه شي. پر دغو کسانو باندې د قتل تورونه لګول شوي دي. که پر دغو شپږ تنو باندې لګیدلي تورنه ثابت شي نو هغوی د اعدام له سزا سره مخامخیدای شي.
مصري چارواکو د دغه هیواد د ولسمشر محمد مرسي، تر ګوښه کیو وروسته د اخوان المسلمین د ډیر شمیر غړو د نیولو امرونه صادر کړل. د امنیتي سرچینو په حواله د روان کال له اګست میاشتې راهیسې د اخوان المسلمین څه نا څه ۲۰۰۰ غړي د امنیتي چارواکو له خوا نیول شوي دي.
تر هغه وروسته چې د مصر ولسمشر محمد مرسي، د دغه هیواد د پوځ له خوا له واکه ګوښه کړای شو، اخوان المسلمین په مصر کې پراخه مظاهرې په لاره واچولې. د تیرې جمعې په ورځ هم دغې ډلې په قاهره کې مظاهرې راوبللې چې په کې د تیرو مظاهرو په پرتله ډیرو کمو کسانو ګډون کړی وو.
د مصر موقت حکومت ویلي دي چې د نوي اساسي قانون او ټاکنو له پاره یې پلانونه جوړ کړي دي. اخوان المسلمین بیا د پوځ دغه پلانونه ردوي او وایي چې تر هغه وخته پورې چې مرسي بیرته واک ته نه وي رسیدلی، دوی به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي.