1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امنیت شورا په مصر کې د ځغم غوښتنه وکړه

مسعود جهش (Reuters, AP, AFP)۱۳۹۲ مرداد ۲۵, جمعه

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر یوې بیړنۍ غونډې وروسته په مصر کې د تاوتریخوالي د پای ته رسیدو غوښتنه وکړه. چارواکو په مصر کې د چهارشنبي ورځې په تاوتریخوالي کې د وژل شویو کسانو شمیر ۶۳۸ تنه ښوولی دی.

https://p.dw.com/p/19Qor
انځور: Reuters

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د مصر له ټولو ښکیلو اړخونو څخه وغوښتل چې له تاوتریخوالي څخه لاس واخلي او د یو بل پر وړاندې ځغم وکړي. د شورا غړو په مصر کې د ملي مصالحې غوښتنه وکړه او د هغو کسانو د مړینې له کبله یې خواشیني څرګنده کړه چې د تاوتریخوالي په وروستیو پېښو کې وژل شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د ارجنتاین سفیرې ماریا کریستینا پیرسیوال، د پنجشنبې په ماښام د امنیت شورا تر غونډې وروسته خبریالانو ته وویل: «د [امنیت] شورا د غړو په نظر دا ډیره مهمه خبره ده چې په مصر کې تاوتریخوالی پای ته ورسیږي او دا چې ټول ښکیل اړخونه له ځغم څخه کار واخلي.»

د امنیت شورا تر هغه وروسته د تړلو دروازو تر شا غونډه وکړه چې د مصر حکومت خپلو امنیتي ځواکونو ته اجازه وکړه چې «پر برید کوونکو باندې ډزې» وکړي. دغه حکومتي فرمان د مظاهره کوونکو له خوا په ګیزه ښار کې پر یوې دولتي ودانۍ تر برید وروسته ورکړل شو. د مصر د کورنیو چارو وزارت په یوې بیانیه کې ویلي دي: «وزارت ټولو ځواکونو ته هدایت ورکړی دی چې پر دولتي ودانیو او یا هم ځواکونو باندې د برید په صورت کې له وسلو څخه کار واخلي.»

تر دې مخکې د ترکیې لومړي وزیر رجب طیب اردوغان، د امنیت پر شورا په سوریې کې د مداخلې له پاره غږ کړی وو. هغه ویلي وو: «دا یوه عام وژنه ده... د هغو مصریانو پر ضد چې له سوله ییزې لارې مظاهرې کوي.»

امریکا او مصر

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د پنجشنبې په ورځ وویل چې د مصر د وروستیو پېښو له کبله د راروانې میاشتې له پاره پلان شوي پوځي تمرینات چې مصر او امریکا باید په ګډه ترسره کړي واي، لغو شوي دي. په همدې حال کې اوباما په دې اړه څه نه دي ویلي چې ایا دغه هیواد به له مصر سره خپل کلنۍ ۱.۳ میلیارد ډالري پوځي مرستې جاري وساتي او که نه.

اوباما وویل چې امریکا غواړي له مصر سره خپلې اړیکې وساتي، خو هغه ټینګار وکړ چې «په داسې حال کې چې عام مصریان د سړکونو پر سر وژل کیږي» امریکا نه شي کولای له مصر سره خپله سنتي همکاري جاري وساتي. اوباما په خپلو خبرو کې د مصر د موقت حکومت وروستي اقدامات وغندل.

د اوباما د دغو څرګندونو په ځواب کې د مصر موقت حکومت یوه اعلامیه خپره کړه چې په کې راغلي وو چې «دغه هیواد له ترهګرو سره لاس او ګریوان دی چې پر دولتي تأسیساتو باندې بریدونه کوي.»

د مرګ ژوبلې کچه

په مصر کې د وروستیو تاوتریخوالو په پایله کې د وژل شویو کسانو شمیر ۶۳۸ تنو ته رسیدلی دی. په عین حال کې په دغو پېښو کې شاوخوا ۴۰۰۰ کسان ټپیان شوي هم دي. دا په داسې حال کې ده چې اخوان المسلمین بیا ادعا کوي چې په وروستیو پېښو کې ۲۶۰۰ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰۰۰ ډیر نور کسان بیا ټپیان دي.

له بلې خوا اخوان المسلمین د جمعې په ورځ د پراخو مظاهرو د په لاره اچولو بلنه ورکړه. په مصر کې تر هغه وروسته حالات کړکیچن شول چې پوځ د دغه هیواد پخوانۍ ولسمشر محمد مرسي، له واکه ګوښه کړ. اخوان المسلمین وایي، تر هغه وخته چې مرسي بیرته واک ته نه وي رسیدلی، دوی خپلې مظاهرې جاري ساتي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب