1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اخوان المسلمين عمومي منشي ونيول شو

اژانسونه، دويچه ويله، نسيم صابر۱۳۹۲ مرداد ۲۹, سه‌شنبه

په مصر کې د اخوان المسلمين عمومي منشي، محمد بديع ونيول شو. نوموړی په قاهره کې پټ شوی و. دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې تاوتريخوالی اوج ته رسېدلی دی.

https://p.dw.com/p/19SZc
انځور: picture-alliance/dpa

محمد بديع د اطلاعاتو د وزارت په خبره له نيمې شپې وروسته ونيول شو. د اخوان المسلمين مشر د نصر ښار په يوه ودانۍ کې پټ شوی و، چې د رابعه العدويه ميدان ته څېرمه پرته ده. په دغه سيمه کې د تېرې چهارشنبې په ورځ څه باندې ۲۸۰ انسانان هغه مهال ووژل شول چې امنيتي ځواکونو د پرځول شوي ولسمشر، محمد مرسي د پلويانو يو کمپ په زور سره تړلی و. په بديع پسې له اوونيو راهيسې تعقيب روان و چې د نورو تورونو تر څنګ ورباندې د قتلونو تور هم لګول شوی و.

اخوان المسلمين د خپل عمومي منشي تر نيول کېدو وروسته اعلان وکړ چې د موقتي حکومت او پوځ په وړاندې تاوتريخوالي ته به دوام ورکوي. احمد عارف چې د نوموړي غورځنګ يو وياند دی، وويل چې بديع د دوی د سازمان يو عادي غړی دی. د ده په خبره د دوی ډله په ولس کې ژورې رېښې لري.

موقت حکومت په تېرو ورځو کې د دغه اسلامپال سازمان د منع کولو په اړه هم بحث کړی و. د اخوان المسلمين د غيرقانوني اعلانولو وړانديز موقتي ولسمشر، حصام الببلوي کړی دی. د اخوان المسلمين په سلګونو غړي په تېرو ورځو کې ونيول شول.

يوه خونړۍ ورځ

د اخوان المسلمين سازمان د پرځول شوي ولسمشر، حسني مبارک د واک په اوږده دوره کې منع کړل شوی و، خو د هغوی خپلواک کانديدان پارلمانونو ته لاره موندلې وه. د مبارک تر پرځونې وروسته د دوی نوی تاسيس شوی «د آزادۍ او عدالت ګوند» په پارلماني ټاکنو کې تر ټولو پياوړی ځواک جوړ شو. محمد مرسي په ۲۰۱۲ کال کې د اخوان المسلمين د کانديد په توګه ولسمشر وټاکل شو. نوموړی د ۲۰۱۳ کال د جولای په ۳مه نېټه د پوځ له خوا له واکه لېرې شو.

د دوشنبې په ورځ په سينا ټاپو وزمه کې ۲۶ تنه پوليس ووژل شول
د دوشنبې په ورځ په سينا ټاپو وزمه کې ۲۶ تنه پوليس ووژل شولانځور: Reuters

په دې ترڅ کې په مصر کې وينه تويونه دوام لري. د اسلامپالو افراطيانو په بريد کې د دوشنبې په ورځ په سينا ټاپو وزمه کې ۲۶ تنه پوليس چې بې وسلو ګرځېدل، ووژل شول. د امنيتي ځواکونو د تازه معلوماتو له مخې ۱۱ وسله والو کسانو چې راکټ توغوونکي هم ورسره ول، د غزې د تراډې پولې ته څېرمه د عامه نظم د پوليسو دوه ميني بسونه ودرول. بريد کوونکو ۲۷ واړه سپاره پوليس له موټرو کښته کړل او پر ځمکه يې څملول. ويل کيږي چې له دې وروسته بريد کوونکو ورباندې پنځه دقيقې ډزې وکړې چې يوازې يو تن په کې ژوندی پاته شو.

له مصر سره اړيکي څېړل کيږي

له دې وړاندې د اخوان المسلمين ۳۷ غړي د زندانيانو د لېږدول کېدو پر مهال هڅه کړې وه چې وتښتي او وژل شوي ول. د کورنيو چارو وزارت څرګنده کړه چې پوليسو اوښکي بهونکی ګاز استعمال کړی دی او زندانيان په موټر کې بې هوښه او مړه شوي دي. اخوان المسلمين ادعا وکړه چې زندانيان په ډزو وژل شوي دي. د ملګرو ملتونو سرمنشي، بانکي مون د دغې پېښې په اړه څېړنه غوښتې ده.

د آلمان لومړۍ وزيرې انګلا مېرکل د مصر وضع «د ډېرې اندېښنې وړ» بللې ده او د تاوتريخوالي سملاسي پای يې غوښتی دی. مېرکل د «پاساور نوې پرېسه» ورځپاڼې ته ويلي دي چې د دموکراسۍ بهير ته بايد دوام ورکړل او ټول سياسي ځواکونه په کې شامل کړای شي. مصر د سيمې د ثبات له پاره مرکزي نقش لري. د آلمان د مسيحي دموکرات ګوند نوموړې سياستوالې وويل چې د آلمان حکومت به له مصر سره همکاري «د نورو تحولاتو په رڼا کې وڅېړي».

د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو د چهارشنبې ورځې له پاره د مصر په اړه بېړنۍ ناسته راغوښتې ده، چې په ترڅ کې يې به په دغه کړکېچ کې پر ګډ دريځ باندې پرېکړه وشي. د بحث يوه موضوع د مصر له پاره د پرمختيايي مرستو ځنډول هم ټاکل شوې ده.