په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو تلفات ډېر شوي
۱۳۹۴ مرداد ۱۴, چهارشنبهپه افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما ویلي دي چې دغه شمیر د تیر کال د همدې مودې په پرتله یوه سلنه ډېرښت ښيي. خپرې شوي شمیري ښيي چې د وژل شویو کسانو شمیر شپږ سلنه کم شوی دی خو د ټپیانو شمیر بیا د تیر کال همدې مودې په پرتله څلور سلنه ډېر شوی دی.
ویل شوي دي چې پیاده جګړې اوس د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو موادو په پرتله ډیر تلفات رامنځته کوي. دا په افغانستان کې د مخ پر ډیریدونکې جګړې څرګندويي کوي.
د یوناما مشر نیکولاس هایسوم، ویلي دي: «په رپوټ کې خپري شوي شمیرې نه شي کولای په افغانستان کې ویره، د ماشومانو جسدونه، میندي او خویندي، زامن او پلورنه، په سمه توګه انځور کړي.»
هغه زیاته کړې ده: «دغه شمېرې غمجنې کورنۍ، حیرانه ټولنه او عادي افغانان نشي انځور ولای. دا په افغانستان کې د جګړې اصلي اغېزې دي.»
رپوټ په داسې حال کې د افغان کورنیو تلفات ښيي چې طالبانو خپل فعالیتونه د افغانستان له سویلې سیمو څخه شمال ته غځولي دي. له بلي خوا دا لومړی دوبی دی چې افغان امنیتي ځواکونه بې له نړیوالو متحدینو د جګړې میدان ته ځي.
د خپرو شمویو شمیرو له مخې د جګړې له کبله د ښځو د تلفاتو کچه ۲۳ سلنه او د ماشومانو تلفات بیا ۱۳ سلنه لوړ شوي دي.