1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د هلمند يوه ولسوالي نيولې ده

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ مرداد ۸, پنجشنبه

د هلمند چارواکي وايي چي تر دوو ورځو سختو جگړو وروسته افغان امنيتي ځواکونه له نوزاد ولسوالۍ څخه پر شا سوي او وسله وال طالبان د چهارشنبې په ورځ دغي وسوالۍ ته ور ننوتلي دي.

https://p.dw.com/p/1G7DA
انځور: picture-alliance/dpa

د هلمند ولايت د پوليسو وياند عبيدالله عبيد رسنيو ته ويلي دي تر سختي جگړې وروسته مو ځواکونه پر شا سوي دي: «زموږ امنيتي ځواکونه تر اوسه لا د دغي ولسوالۍ په سيمه کي دي او له طالبانو سره جنگيږي.»

عبيد په دغه سخته جگړه کي د افغان امنيتي ځواکونو تلفات رد کړل. خو ځايي اوسېدونکو رويترز خبري آژانس ته د تليفون له لاري ويلي دي چي په کوڅو کي پراته مړي د دولتي ځواکونو او طالبانو دي.

طالبانو منلې ده چي د نوزاد ولسوالۍ مرکز ئې نيولی دی او ډېري وسلې او مهمات لاس ته ورغلي دي.

په هلمند کي د وسله والو طالبانو يرغلونه په داسي حال کي زور اخلي چي تيره ورځ افغان حکومت د دغي ډلي د مشر ملا محمد عمر د مرگ خبر تائيد کړ.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په يوه خپره سوې وينا پاڼه کي رغلي چي ملا عمر دوه کاله دمخه مړ سوی دئ.

ويل کيږي چي عمر د يوې ناروغۍ له کبله مړ او د افغانستان په زابل ولايت کي ښخ سوی دئ. د راپورونو له مخي د عمر زوی د خپل پلار جسد تشخيص کړی دئ.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب