1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مرستندویه کارکوونکي په افغانستان له ګواښ سره مخامخ دي

۱۳۹۴ تیر ۲۵, پنجشنبه

افغانستان په ۲۰۱۴ کال کې هم د مرستندویه کارکوونکو له پاره د تر ټولو خطرناکه هیواد بلل شوی دی. پر مرستندویه کارکوونکو د ټولو شویو بریدونه څلورمه برخه په همدې هیواد کې رامنځته شوي دي.

https://p.dw.com/p/1Fzww
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Khaliq

په ۲۰۱۴ کال کې په ټوله نړۍ کې پر مرستندویه کارکوونکو باندې ۱۹۰ بریدونه ترسره شوي دي. په دغو بریدونو کې په ۲۷ هیوادونو کې ۳۲۹ مرستندویه کارکوونکي تر بریدونو لاندې راغلي دي چې له ډلې څخه یې ۱۲۰ تنه وژل شوي، ۸۸ تنه ټپیان دي او ۱۲۱ تنه نور بیا برمته نیول شوي دي. دغه ټول معلومات د بشري مرستو د پایلو ګروپ په یوه رپوټ کې چې په ۲۰۱۵ کال کې چمتو شوی دی راغلي دي.

په رپوټ کې زیاته شوې ده چې په ۲۰۱۴ کال کې پر مرستندویه کارکوونکو باندې د بریدونو کچه د ۲۰۱۳ کال په پرتله څه نا څه ۳۰ سلنه لویدلې ده. د رپوټ یوه لیکوال ابي ستودارد، د تامسن رویترز بنسټ ته ویلي دي: «دا چې په ۲۰۱۴ کال کې د مرستندویه کارکوونکو تلفات د ۲۰۱۳ کال په پرتله رالویدلي دي د دې معنی نه ورکوي چې د هغوی امنیت ښه شوی دی. بلکه دا په دې معنی ده چې په ۲۰۱۳ کال کې امنیتي وضعیت خراب وو.»

هغه زیاته کړې ده: «په ۲۰۱۴ کال کې د ترسره شویو بریدونو شمیر تر بل هر کال لوړ دی خو له دې کبله چې مرستندویه کارکوونکو له ډیر احتیاط څخه کار اخیستی دی او د خپلو فعالیتونو بڼه یې بدله کړې ده.»

د رپوټ د دغه لیکوال په خبره د تلفاتو ۶۵ سلنه یوازې په پنځو هیوادونو کې چې افغانستان، سوریه، سویلي سودان، د مرکزي افریقا جمهوریت او پاکستان په کې شامل دي، رامنځ ته کیږي.

یوازې په افغانستان کې په ۲۰۱۴ کال کې پر مرستندویه کارکوونکو باندې ۵۴ بریدونه ترسره شوي دي. یوازې د جون په میاشت کې د «له اړتیا سره مخامخ خلکو» مرستندویه موسسې نهه تنه کارکوونکي په شمالي ولایت بلخ کې د ناپیژندل شویو کسانو له خوا ووژل شول.

په ارزګان ولایت کې بیا په اپریل میاشت کې د «ماشومان وژغورئ» په نوم سازمان د پنځو افغان کارکوونکو مړي د هغوی تر برمته کیدو ۳۹ ورځې وموندل شول. دغه کسان د طالبانو له خوا برمته شوي وو. دغه رپوټ به په بشپړه توګه په راتلونکو میاشتو کې خپور شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب