پر کابل بانک د بريد عاملين اعدام سول
۱۳۹۰ خرداد ۳۰, دوشنبهدا په تیرو لسو کلونو کې د اعدام نادره پیښه بلل سوي ده. د پاکستان د شمالي وزیرستان اوسیدونکي، زرعجم، او د هغه افغان ملګری، مطیع الله، د ملي امنیت د وینا له مخې نن «دوشبنه» په یولس بجې په کابل ښار کې اعدام شول.
په جلال آباد ښار کي د کابل بانک په څانګي برید د روان کال د فبرورۍ میاشتې په نولسمي نیټي د ځانمرګو برید کونکو یوې ډلي له لوري تر سره شو چی په کي ۴۲ تنه مړه او شاوخوا اویا نور ژوبل شول.
له دغه برید څخه وروسته دوه مهاجمین زرعجم او قاري مطیع الله د امنیتي ځواکونو لاس ته ژوندی لویدلي وو چې تر اوسه پوري یې د اعدام حکم د ولسمشر لاسلیک ته په تمه وو.
د لوی څارنوالۍ مرستیال، څارنوال عنایت الله نظري، د دوشنبه په ورځ په یوه خبري غونډه کې چې په کابل کې جوړه سوي وه وویل چې دغه دوه کسان د شواهدو او مدارکو له مخې په اعدام محکوم شول او دا چې تر اوسه نه وو اعدام شوي علت یی دا وو چې محکمه د ولسمشر دستور ته په تمه وه.
د زرعجم او قاري مطیع الله اعترافاتو هغه مهال خلک په غوصه کړل چې هغوي په بربنډه اعتراف وکړ چې دوي د کابل بانک په څانګه کې په مشتریانو له برید څخه خوند اخیسته.
خو که څه هم د افغانستان په قوانینو کې د اعدام سزا په تیرو څو کلونو کې نه وه لیدل سوي نو دغه کار چې نن ولسمشر د یادو کسانو د اعدام سند لاسلیک کړی د ولسي افغانانو بیلا بیل غبرګونونه را پارولي دي.
په کابل کې یو شمیر ولسي خلکو له دویچې ویلي سره په خبرو کې که څه هم د اعدام د دغې پیښې په اړه چې په خپل ډول کې بي ساري او په تازګۍ تر سره شوي وه بي خبري ښوده خو یو شمیر هغه یې چې په یوه ډول نه په یوه ډول له دغې پیښې خبر ول بیلا بیل نظریات وړاندي کړل.
د زرعجم او قاري مطیع الله جسدونه تر اوسه چاته ندي ور ښودل سوي او حتی له رسنیو هم پټ ساتل شوي.
د لوی څارنوالۍ مرستیال، عنایت الله نظري، وویل چې د قربانیانو کورنیو له مونږ څخه غوښتي وو چې د اعدام صحنې ته باید د لیدلو لپاره هغوي ته اجازه ورکړو خو دغه اجازه د ځینو ملحوضاتو له مخې ور نه کړل شوه.
د ملي امنیت ادارې له غرمی وروسته رسنیو ته وویل چې د پاکستاني زرعجم جسد به په کابل کې د پاکستان سفارت ته وسپاري تر څو یې د ډیورنډ پوري غاړي ته د هغه کورنۍ ته ولیږدوي.
د یادولو وړ ده چې په تیرو لسو کلونو کې دا دوهم ځل دی چې یو شمیر کسان اعدامیږي.
تر دې دمخه د کابل د څرخي پله په زندان کې شاوخوا اوه کاله دمخه لږ تر لږه شل تنه په بیلا بیلو جرمنو تر مجرم پیژندنې وروسته اعدام شول.
دویچه ویله/ جلالزی
کتونکی: مسعود جهش