1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر کابل بانک د بريد عاملين په اعدام محکوم سوي

۱۳۹۰ خرداد ۲۳, دوشنبه

په جلال آباد کي د کابل بانک پر څانګه د خونړي بريد په تور نيول سوي کسان په اشد مجازات( اعدام ) محکوم سول. د تيرو څو مياشتو راهيسي د قربانيانو کورنۍ د دغو دوو نيول سويو بريد کونکو له پاره د محکمې د پريکړي په تمه دي.

https://p.dw.com/p/11ZNT
په اعدام محکوم سوی بريد کونکی
په اعدام محکوم سوی بريد کونکیانځور: Sana Nasary

حکومت د ختيځو ولايتونو اوسيدونکي قاري مطيع الله او د هغه د شمالي وزيرستان ملګري زرعجم د لا زياتو تحقيقاتو له پاره کابل ته بېولي دي.

اوس ستره محکمه وايي چي نيول سويو کسانو ته يې د اعدام سزا اورولې او په دې برخه کي د ولسمشر وروستۍ پريکړي ته لار څاري.

د نيول سويو دغو دوو تنو يوه يې په علني اعتراف کي وويل چي ده د کابل بانک په څانګه کي د بانک پر مشتريانو باندي له ډزو څخه خوند اخيست، نو ځکه يي بې توپيره يو په بل پسي په مرميو وويشتل.

دغه اعتراف چي هغه مهال د ټلويزيونونو پر پردو خپور سو د ولسمشر کرزي غوصه هم را وپاروله او نوموړي له عدلي ارګانونو غوښتنه وکړه چي نيول سويو کسانو ته د اشد مجازات يا اعدام سزا ورکړي.

په جلال اباد کي د کابل بانک څانگه د بريد پر مهال
په جلال اباد کي د کابل بانک څانگه د بريد پر مهالانځور: Sana Nasary

په دغه بريد کي چي د روان ۲۰۱۱ کال د فبرورۍ پر ۱۹نيټه د يوې ځانمرګي ډلي له لوري تر سره سو شاوخوا ۹۰ تنه ولسي خلک ووژل او ټپيان سول.

له دغه ډليز يرغل څخه دوه بريد کونکي د تهاجم وروسته ژوندي د پوليسو لاس ته لويدلي چي تر اوسه د حکومت په بند کي دي.

د افغانستان د لوی څارنوالۍ وياند امان الله ايمان نن د جلال آباد د پيښي عاملينو ته د ستري محکمې د اعدام سزا پخلی وکړی.

ايمان وويل چي دوي ټول شواهد په هغو دوو دوسيو کي ستري محکمي ته وختي سپارلي ول چي کولای يي سوای دغه دوه بريد کونکي د اعدام له سزا سره مخامخ کړي چي همداسي هم وسول.

د ستري محکمې د رسنيو څانګي په استازيتوب قاضي مبصر دويچه ويله ته وويل چي ستري محکمې د قاري مطيع او پاکستاني زرعجم په باب خپله فيصله وروستۍ کړې او د ولسمشر څخه يې د دغو دوو کسانو له پاره د اعدام د حکم د توشيح غوښتنه کړې.

« البته دغه دوه کسان د ثلاثه محکمې له لوري په اشد مجازات محکوم سوي دي، که چيري ولسمشر د اعدام حکم توشيح کړي، نو هرو مرو به دواړو ته د اعدام سزا ورکړل سي».

افغانستان چي اساسي قانون يې د اسلام د دين په رڼا کي جوړ سوی د اعدام سزا ته جواز ورکوي. خو افغان دولت د بشر د حقونو اعلاميه هم منلې ده.

د کابل بانک ودانۍ پر سر نور ځايونه
د کابل بانک ودانۍ پر سر نور ځايونهانځور: Sana Nasary

ياده اعلاميه غړي ملکونه مکلفوي چي د بشر حقونو رعايت او درناوی وکړي چي افغان دولت هم په دې مامور سوی دی. د بشر د حقونو په نړيواله اعلاميه کي د اعدام سزا منع ده.

اوس د ستري محکمې چارواکي وايي چي که ولسمشر کرزی د زرعجم او قاري مطيع الله په باب د محکمې فيصله توشيح کړي په راتلونکو څو ورځو کي به دواړه اعدام سي.

خو که له يوه لوري محکمه او ولسي افغانان دغو دوو مجرمينو ته د اعدام سزا غواړي خو له بل لوري افغان ولسمشر د بشر د حقونو اعلاميه منلي په کومه کي چي د اعدام جزا منع ده.

د حامد کرزي څخه چي په تيرو څو کلونو کي هر وار پوښتنه سوې چي ولي د اعدام د حکم مخالفت کوي، ويلي يې دي، چي په عدلي او قضايي ارګانونو کي موجودي نيمګړتياوي هغه څه دي چي په دي برخه کي يي د ده لاسونه ورتړلي دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل