1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوهان: د کابل بانک قضيه په نظام کي د فساد د عروج بېلگه ده

۱۳۸۹ اسفند ۲, دوشنبه

پداسي حال کي چي د ولسمشر حامد کرزي حکومت او بهرني چارواکي د دغې قضيې په هکله يو پر بل تازه تورونه لگوي، نو د دواړو اړخونو تر منځ د ناډاډمنو اړيکو يو بل انځور څرگنديږي.

https://p.dw.com/p/R2Yf
په کابل کي د کابل بانک مرکزي ودانۍ
په کابل کي د کابل بانک مرکزي ودانۍانځور: AP

د نړۍ والې قطعه بازۍ اتل او د ولس مشر ورور او 9000 لکه ورک سوي ډالرونه. کله چي څوک دا جمله واوري نو ښايي فکر وکړي چي دغه د يوه جنايي فلم داستان دی. خو د افغانستان د کابل بانک دغه کيسه حقيقت ده. د کابل بانک چي د جنگ ځپلي هيواد تر ټولو ستر کرېډيټ يا پور ورکوونکې بانک دی د ډېوالي کېدو سره د مخامخ کېدو خبرونه يې په نړۍ کي خپاره سول. دغه ستونزه ښيي چي په کابل کي د لوړ قشر اداري فساد او د عامو خلکو د تاوانانونو کچه تر کوم عروج پوري رسېدلې ده.

پداسي حال کي چي د ولسمشر حامد کرزي حکومت او بهرني چارواکي د دغې قضيې په هکله يو پر بل تازه تورونه لگوي، نو د دواړو اړخونو تر منځ د ناډاډمنو اړيکو يو بل انځور څرگنديږي. هغه پداسي حال کي چي د افغانستان څخه د بهرني پوځونو د انخلا د پېل نېټي ته شپږ مياشتي پاته دي.

د افغانستان د موضوع څېړونکی او د يوې فکر خونې مرستيال مشر تامس رُټيگ وايي چي د کابل بانک رُسوايي په افغانستان کي تر هډو په فساد ککړ نظام يوه ډېره وړه بېلگه ده. هغه پداسي حال کي چي افغانستان د نړۍ پر تر ټولو شاته پاته هيوادونو کي شمېرل کيږي او د نړۍ تر ټولو زيات په فساد ککړ هيواد دی.

دی زياتوي چي پر کوم زيات مقدار پټو کړل سوؤ پيسو چي موږ خبري کوؤ هغه په ډاگه کوي چي د کرزي په حکومت کي د مسکين او شتمنو تر منځ څومره زيات فرق موجوده دی او دا چي پدغه فرق کي کمښت ندی راغلی. بلکه بر عکس.

د کابل بانک برېښېدونکې ودانۍ د هغو څخه يوه ده چي په 2001 مېلادي کال د طالبانو د ريژيم د ړنگېدو وروسته په هغه کابل کي جوړي سوي دي چي نور ډېر شاته پاته دی.

کابل بانک د نړۍ والې قطعه بازۍ يا پوکر لوبغاړي شېرخان فرنود په 2004م مېلادي کال جوړ کړی. د کابل بانک د نور حصه دارانو څخه يو هم د ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزی دی چي په امريکا کي د ماليې په غصبونې هم تورن دی. د دې تر څنگ د پخواني جنگسالار محمد قسيم فهيم ورور هم پدغه بانک کي شريک دی.

نوموړي بانک په 2009م مېلادي کال د کرزي د بيا ټاکنې په کامپاين کي هم زياتي پيسې مصرف کړلې چي دا خبره د اقتصادي چارو د وزارت وياند عزيز شمس هم مني. خو عزيز شمس پر دې ټينگار کوي چي د ولسمشر په انتخاباتي کامپاين کي د کابل بانک لخوا د پيسو مصرفونه قانوني کار ؤ. دی زياتوي چي کابل بانک د ولسمشر کرزي ملگری دی او طبعي خبره ده چي ورته پيسې ورکړي.

په سپتامبر کي هغه وخت خلکو د کابل بانک څخه خپلې پيسې ايستل پېل کړې کله چي آوازه خپره سوه چي د بانک څښتنانو بېله رسيدونو د بانک څخه پيسې ايستلي او د نورو تر څنگ يې د دبۍ په قيمتي بحر ته نژدې سيمو کي يې جايدادونه په رانيولي دي. خلکو ته ددغه بانک د تاواني کېدلو اندېښنې ورپيدا سوې چي له وجي يې دغه بانک د افغانستان بانک چي د هيواد مرکزي بانک دی تر نظارت لاندي راوستل سو. په عيني حال کي لوی څارنوالۍ هم د بانک د پيښي په هلکه پلټنې پېل کړلې.

خو د موضوع په هکله د مخ پر لور د گامونو پر سر د لوېديځي نړۍ او کابل تر منځ اختلافات موجوده دي. کله چي تېره اونۍ د نړۍ وال صندق چارواکي و کابل ته ولاړل نو يې وړانديز وکړی چي د کابل بانک دي وپلورل سي او يا دي يې فعاليت ور محدوده کړل سي.

نړۍ وال وجهي صندوق د افغانستان د پرځېدلي اقتصاد سره د مرستې په هکله غور کوي خو شرط يې دا ايښی دی چي افغان حکومت د کابل بانک ستونزه هواره کړي. په ځواب کي د بنجشنبې په ورځ د افغانستان د اقتصادي چارو وزارت پر نړۍ وال وجهې صندوق تور ولگوی چي د بانک کابل د ستونزو د هوارۍ لپاره يې مؤثر لارښوونه او تخنيکي مرسته نده وړانديز کړې. د نوموړي وزارت دغه اعلاميې په غبرگون کي د نړۍ والې ټولنې غوسه راوپاروله.

خو دا چي د کابل بانک د قضيې تر شا کوم عوامل ول لا ندي په ډاگه کړل سوي. کارپوه رُټينگ وايي چي دغه قضيه به پر افغان بانکونو د ولسي کسانو باور راټيټ کړي او دا چي دغه قضيه په اصل کي د بې شرمۍ تر حده رسېدلي د لوټ مار کوونکو د واکمنۍ يو انځوردی

آژانسونه/ احمدولي اڅکزی

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل