1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر غني هرات ته ورسید

هوشنګ هاشمي۱۳۹۴ خرداد ۱۱, دوشنبه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د دوشنبې په ورځ هرات ولایت ته ورسید او هلته يې له امنيتي ځواکونو سره ولیدل. غني هرات ته په خپل مخکني سفر کې د دې ولایت ډیر شمیر چارواکي له خپلو دندو ګوښه کړي وو.

https://p.dw.com/p/1FZy3
Afghanischer Präsident Ghani besucht Streitkräfte in Herat
انځور: DW/H. Hashimi

ولسمشر محمد اشرف غني، له امنیتي ځواکونو سره د لیدنې پر مهال د هغوی ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چې په جګړه کې د وژل شویو سرتیرو کورنیو ته ورکول کیدونکي پیسې به دوه برابره شي.

غني په افغانستان کې روانه جګړه تحمیل شوې وبلله او ویې ویل چې د دې هیواد په شمال کې د جګړې تودیدل د هغه په خبره د افغانستان د دښمنانو هڅه ده، ترڅو د سولې په خبرو اترو کې د افغان حکومت موقف کمزوری کړي.

Afghanischer Präsident Ghani besucht Streitkräfte in Herat
افغان ولسمشر د امنیتي ځواکونو د لیدني پر مهالانځور: DW/H. Hashimi

په دغه سفر کې له ولسمشرغني سره د افغانستان لوی درستیز، د بهرنیو چارو وزیر، د کانونو او پطرولیم وزیر او د ولسي جرگې یو شمیر استازي مل دي.

هرات ولایت ته د ولسمشر په توګه دا د محمد اشرف غني، دویم سفر دی. هغه تر دې مخکې په خپل لومړي سفر کې د هرات ولایت ۳۰ تنه لوړ پوړي چارواکي له دندو ګوښه کړي وو.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب