1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مسکو غني ته د شانگهای په غونډه کي د گډون بلنه ورکړې

انترفکس/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ خرداد ۸, جمعه

روسيې د شانگهای د همکاريو سازمان په غونډه کي د افغانستان او ايران جمهور رئيسانو ته د گډون بلنه ورکړل سوې ده. د دغه سازمان په چارو کي د روسيې د جمهور رئيس ځانگړي استازي ويلي دي چي دواړو ته ئې بلنليکونه لېږلي دي.

https://p.dw.com/p/1FYpp
انځور: Fotolia/Irina Fischer

د شانگهای د همکاريو سازمان په چارو کي د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين ځانگړي استازي بختيار حکيموف په مسکو کي ويلي دي چي روسيې د افغانستان او ايران ولسمشرانو ته د دغه سازمان په غونډه کي د گډون له پاره بلنليکونه لېږلي دي.

افغانستان او ايران د شانگهای د همکاريو سازمان څارونکي غړي دي. په پام کي ده چي دغه غونډه به په جولای مياشت کي د روسيې په اوفا ښار کي جوړه سي.

رحيموف ويلي دي چي مسکو اوس د افغانستان او د ايران د ولسمشرانو د جواب په تمه دي. د شانگهای د همکاريو سازمان چي يوه هيواد ته په خپله غونډه کي د گډون بلنليک لېږي هغه هيواد ئې بايد د بلنليک جواب ورکړي.

ايران دغه سازمان ته وړانديز کړی وو، چي غواړي په دغه سازمان کي غړيتوب ولري. خو د شانگهای د همکاريو سازمان په منشور کي راغلي دي چي هغه هيوادونه چي د ملگرو ملتونو له خوا ورباندي بنديزونه لگول سوي وي په دغه سازمان کي د غړيتوب اجازه نه لري.

تيره اونۍ کابل ته د دغه سازمان د سيمه ييز تروريزم ضد جوړښت د اجرائيه کمېټې د مشر د سفر مهال د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سره د سيمه ييز امنيت په برخه کي يو پروتوکول هم لاسليک سو.

د دغه سند له مخي به افغانستان او د شانگهای سازمان د سيمه ييز تروريزم ضد جوړښت په گډه له تروريزم، بېلتون غوښتني او افراطيت سره د مبارزې په برخه کي گډه همکاري کوي.

د شانگهای د همکاريو سازمان غړي قزاقستان، قرغزستان، چين، روسيه، تاجيکستان او ازبکستان دي. په دغه سازمان کي افغانستان له هندوستان، ايران، منگوليا او پاکستان سره د څارونکو هيوادونو په توگه غړي توب لري، او د خبرو اترو شريک هيوادونه ئې سپينه روسيه، سريلانکا او ترکيه دي.