1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني له پاکستانه د طالبانو پرضد عمل غوښتنه کړې

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ خرداد ۱۰, یکشنبه

افغان ولسمشر اشرف غني په يوه ليک کي له پاکستان څخه د طالبانو پرضد د سختو اقداماتو غوښتنه کړې ده. له پاکستان سره د استخباراتي همکاريو د هوکړه ليک تر لاسليکولو وروسته افغان حکومت په هيواد کي له سختو نيوکو سره مخامخ سوی دئ.

https://p.dw.com/p/1FZdw
انځور: AFP/Getty Images/F. Naeem

په روانه مياشت کي د دواړو هیوادونو د استخباراتي ادارو له خوا د معلوماتو د تبادلې او تروريزم ضد مبارزې په برخه کي د همکاریو تر هوکړي وروسته افغان حکومت په هيواد کي له سختو نيوکو سره مخامخ او حتی پر پاکستان باندي د هيواد پلورلو تور باندي ولگېد.

په دغه ليک کي چي د ولسمشر غني له خوا پاکسان ته لېږل سوی دئ او د فرانسې خبري آژانس ته ئې په اړه معلومات ورکړل سوي دي، راغلي دي، چي غني د پاکستان له ملکي او پوځي چارواکو څخه غوښتي دي چي د طالبانو پيل سوي پسرلني عملیات وغندي او د کابل هغه پخوانۍ غوښتنه چي د پاکستان په خاوره کي د تروريستانو د پټنځاينو له منځه وړل دي پرځای کړي.

په دغه ليک کي دغه راز غوښتنه سوې ده چي پاکستان دي په کوټه او پيښور کي د طالبانو مشران په کورونو کي نظربند کړي او له طالبانو سره تړلې د حقاني شبکې غړي دي ونيول سي.

په دغه ليک کي راغلي دي، له هغه وخته چي طالبانو خپل پسرلني عمليات پيل کړي دي په دغه هيواد کي د ملکي وگړو په مرگ ژوبله کي ډېروالی راغلی دئ.

دا لومړی پسرلی دئ چي افغان امنيتي ځواکونه بې له بهرنيو ځواکونو په يوازي سر له وسله والو طالبانو سره جنگيږي.

افغان چارواکو په وارو وار پاکستان په دې تورن کړی دئ، چي په سيمه کي ئې ياغيان پټيږي او ملاتړ ئې کيږي. خو اسلام آباد دغه تورونه نه مني.