1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سناتوران د افغانستان د جګړي ختميدل غواړي

۱۳۹۰ خرداد ۵, پنجشنبه

وروسته له هغي چي اسامه په پاکستان کي ووژل شو، امريکا کي د افغانستان د جګړي د ختمولو غوښتني لا ډيري شوي. اوس د دواړو پياوړو ګوندونو ځينو غړو د اوباما څخه د يو ليک په ترڅ کي غوښتي چي په افغانستان کي دی جګړه ختمه کړي

https://p.dw.com/p/11OKL
د متحده ایالاتو د سنا مجلس
د متحده ایالاتو د سنا مجلسانځور: picture-alliance/dpa

د امريکا د دواړو ګوندونو ځينو غړو د ولسمشر اوباما خڅه غوښتي چي د افغانستان جګړي ته د پاي ټکي کيږدي. د امريکايي سناتورانو دغه ډله وايي چي وروسته له هغي چي د القاعدي د شبکي مشر، اسامه بن لادن، په پاکستان کي ووژل شو، افغانستان کي د امريکايي ځواکونو عمليات ضروري نه دي.

په هغه ليک کي چي د څلور جمهوري غوښتونکو او څلورو ديموکراتو لخوا ولسمشر اوباما ته استول شوي راغلي چي د اسامه بن لادن په وژلو سره بايد په افغانستان کي د امريکا پاليسي تر کره کتني لاندي ونيوله شي.

دغه ليک بارک اوباما ته د رواني مياشتي په لومړيو کي استول شوي خو نورو سناتورانو ته د چهارشنبي په ورځ لوستل شوي.

ولسمشر اوباما ته د سناتوران په ليک کي راغلي دي: «اوس د دي وخت رسيدلي چي مونږ دا خبره ومنو چي هغه ګواښ چي د افغانستان لخوا متحده ايالاتو ته متوجه دي په دغه هيواد کي د 100000 څخه ډيرو امريکايي پوځيانو شتون نه شي توجيه کولي.»

د دغی ډلي مشري جمهوري غوښتونکی سناتور، جيسن چيفيتس، او ديموکرات سناتور، پيتر ويلچ، په غاړه لري چي غواړي د افغانستان جګړي ته دي د پاي ټکي کيښودل شي او د امريکا په دفاعي بوديجي کي دي ځيني اصلاحات رامنځ ته شي. د دغو اصلاحاتو په ترڅ کي به امرکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

د دغي ډلي استازو اوباما ته په خپل ليک کي ويلي چي د اسامه بن لادن د وژلو وروسته، د افغانستان جنګ، د تروريزم په وړاندي جګړي کي ښه انتخاب نه دي. دغو سناتورانو وویل. «مونږ غواړو چي ټول هغه امريکايي سرتير چي په افغانستان کي دي او د متحده ايالاتو د ملي امنيت د ساتني لپاره حياتي ارزښت نه لري، بيرته امريکا ته وغوښتل شي.»

د ولسمشر اوباما د پلان له مخي به د روان کال په جولاي مياشتي کي امريکايي سرتيري د افغانستان څخه په وتلو پيل وکړي او د 2014 کال تر پاي پوري به د افغانستان َټولي امنيتي چاري افغانانو ته وسپارل شي.

اوباما ته د امريکايي سناتورانو په ليک کي همدا د افغانستان د جګړي لوړ لګښت هم په ګوته شوي.

په داسي حال کي چي ارزوني ښيي چي د متحده ايالاتو ولس، په افغانستان کي د اوږدي جګړي څخه په تنګ راغلي، د امريکا متحده ايالات اوس په افغانستان يوه سياسي حل لاري لټوي.

د امريکايي سناتوران دغه ليک په داسي حال کي نورو سناتورانو ته ويل کيږي چي د تيري سه شنبه په ورځ امريکايي پياوړي جمهوري غوښتونکی سناتور، ريچارد لوګر، په افغانستان کي د امريکا 120 ميليارد ډالر کلني مصرف تر پوښتني لاندي راوست.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: عبدالباري حکيم