1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

احمدرشيد: د اسامه وژل کېدل د افغانستان د سولي نوی چانس

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۴, شنبه

د ترهګرۍ په اړه دغه کار پوه په برلین کی وویل چی طالبان یو ملی پاڅون دی چی یوه ملی اجندا لري ، خو برعکس القاعده بیا یوه بین المللی ترهګره شبکه ده .

https://p.dw.com/p/11Fwf
افغان طالبان
افغان طالبانانځور: DW

د پاکستانی طالبپوه احمد رشید د پاره د اسامه بن لادن تر وژل کېدو وروسته دنیا بل ډول ښکاري. تر ټولو د مخه د دې کبله چی د دوو لسیزو راهیسي د طالبانو د مشر ملا عمر او د القاعده د ترهګری شبکې د مشر بن لادن تر منځ نور کوم اتحاد موجود نه دی.
رشید په برلین کی د خارجی سیاست دپاره یوه غونډه کی وویل چی ، اوس نو د دې امکان سته چی د طالبانو سره د روغی جوړی خبری یوې مثبتی نتیجې ته ورسیږي. نړیواله ټولنه اوس کولای سي د طالبانو او د القاعده د ترهګری شبکې تر منځ توپیر وکړي.

د ترهګرۍ په اړه دغه کار پوه په برلین کی وویل چی طالبان یو ملی پاڅون دی چی یوه ملی اجندا لري ، خو برعکس القاعده بیا یوه بین المللی ترهګره شبکه ده .

جالبه خبره دا وه چی رشید د طالبانو سره د پاکستان د حکومت او یا پاکستانی ټولنی د یوې برخی د ارتباط په هکله څه و نه ویل.
رشید په خپل لومړني لیکل سوي کتاب کی د طالبانو په هکله لیکلی وه چی اسلام آباد او په پاکستان کی نورو اسلامی ډلو ، په نوییمو کلونو کی څومره د افغان مجاهدینو څخه ملاتړ کړی ؤ. اوس هم پاکستان افغانی طالبانو ته ځای ورکړیدی.

رشید اوس په افغانستان کی د سولی د راوستو دپاره یو نوی چانس ویني. ده وویل چی علاوه پر دې باید ځینی ټکی په نظر کی ونیول سي. د مثال په ډول طالبان نه غواړي چی امریکایان دي د تل دپاره په افغانستان کی خپل عسکر ولري.

نو دا چی د سولی د خبرو اترو دپاره دواړی خواوي کوم ډول شرایط وړاندی کوی ، باید د امریکا او طالبانو تر منځ بلاخره مستقیمی خبری اتري وسي.

همدارنګه د افغانستان او پاکستان د پاره ټاکل سوی استازی میشایل شتاینر هم په دې نظر دی چی د افغانستان د لانجې حل یوازی د سیاسي پروسې د لاری امکان لري. دی زیاتوي چی هدف باید دا وي تر څو ټولی دښمنی ډلی سره د خبرو اترو دپاره پر یوه میز سره کښینی . د بن لادن وژل کېدل په دې برخه کی د نوو امکاناتو دپاره زمینه مساعده کوي.

د افغانستان کارپوه توماس ریوتینګ وایی چی د طالبانو سره د خبرو اترو د کولو د پاره باید دا روښانه وي چی دلته خبره یوازی د حامد کرزي او طالبانو سره د سولې مسأله نه ده بلکی د ټولو دښمنو ډلو سره باید خبري وسي. دا په دې معنی چی په دغو خبرو اترو کی باید د دغو ډلو تر څنګ د افغانستان نوری اولسي ډلی او د ښځو سازمانونه او د ټولنی عام اولس هم برخه واخلي. دی وایی چی د نړیوالو دپاره اوس دا معلومه سوه چی د افغانستان لانجه د جنګ د خوا نه حل کیږي بلکی د هغه دپاره باید یو سیاسي حل پیدا سي.
دا چی دغه سیاسي حل به څنګه وي په جرمنی کی به د دسامبر پر پنځمه نېټه د بن په بین المللی کنفرانس کی ورباندي بحث وسي.
یعنی په بن کی به هغه څه پای ته ورسول سي ، کوم چی پیل سوي وه.

پس له یوې لسیزی به د جرمنی د بن ښار ته بیا بین المللی ټولنی راسي. او په افغانستان کی به د سولی هغه ماموریت پای ته ورسوي چی هم دلته یې پیل کړی ؤ. په دغه کنفرانس کی به درې مهمې موضوعګانی تر بحث لاندی ونیول سي. د طالبانو سره روغه جوړه، افغانی چارواکو ته د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوری د مسوولیت ورسپارل او دا وعده باید وسي چی نړۍ به افغانستان په آینده کی هم یوازی نه پرېږدي.

د ترهګري چارو کارپوه په برلین کی دې خبری ته هم اشاره وکړه چی طالبان به هم د بن په کنفرانس کی برخه اخلي.همدارنګه د افغانستان همسایه هیوادونو لکه ایران ته به هم په دغه کنفرانس کی د ګډون دپاره اجازه ورکول کیږي. پاته دي نه وي چی دغه کنفرانس به د افغانستان د حکومت په مشرتابه پر مخ بیول کیږي او جرمنی به فقط د یوه کوربه هیواد رول ولري.

رتبيل شامل آهنگ / گل غوټۍ پوپل
کتونکی: احمدولي اڅکزی