1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

واشنگټن پوسټ: امریکا له طالبانو سره مخامخ خبري پېل کړي دي

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۷, سه‌شنبه

د یو راپور پر اساس د امریکا متحده ایالاتو د طالبانو سره مخامخ خبری اتری شروع کړی دي، ترڅو په افغانسنان کی روانی لس کلنی جګړی ته د سیاسی لاری د پای ټکی کیږدی.

https://p.dw.com/p/11Hhz
افغان طالبان
افغان طالبانانځور: DW

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼی په خپل یو راپور کی کښلی چی د امریکا د متحده ایالاتو یو نماینده لږ تر لږه د طالبانو د یو نماینده سره دری واری په قطر او المان کی لیده کاته کړي دي، چی په دغه ترڅ کی وروستی لیدنه « اته یا نهه ورځی مخکی» تر سره شوی ده. واشنګټن پوسټ د یو افغان چارواکی په حواله لیکی چی د طالبانو دغه نماینده ملا عمر ته نږدی کس ګڼل کیږي.

دغه ورځپاڼه زیاتوی چی د امریکا متحده ایالاتو هیله درلوده چی په دغه خبرو کی به د جولای د میاشتی تر مخه کوم پرمختګ وشی کله چی بارک اباما د افغانستان څخه سږ کال په دوبی کی به په تدریجی ډول د خپل پوځیانو په را ویستلو اعلان وکړ او افغان ځواکونوته به د 2014 م کال تر پای د ټول هیواد په کچه د امنیت مسؤلیت وسپارل شی.

د طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو اوازی په داسی وخت کی راپورته کیږی چی دوه اونی وړاندی د القاعدی ډلی مشر اسامه بن لادن پلازمینی اسلام آباد ته څیرمه په یو لړ پوځی عملیاتو کی د امریکایی ځواکونو لخوا ووژل شو. د څیړونکو په آند د بن لادن تر وژنی وروسته به په افغانستان کی د سیاسی خبرو اترو لپاره لاره هواره شوی، ځکه چی اوس طالبانو ته آسانه شوی چی د القاعدی سره خپلی اړیکی په آسانی وشلوي.

Buddhastatuen in Bamiyan Flash-Galerie Taliban Krieger
راپور وايي طالبانو د امريکايانو سره د مستقيمه خبرو خوښتنه کړېدهانځور: AP

طالبانو بن لادن ته په افغانستان کی کلونه کلونه پناه ورکړی وه، خو د 2001 م کال د سپتمبر د 11 پیښی ددی باعث شوی چی د امریکا متحده ایالات او ملګری يی پر افغانستان حمله وکړی او د طالبانو دولت را نسکور کړي.

خوپه افغانستان کی په وروستیو کلونو کی د زور زیاتی په پيښو کی ډیروالی ته په کتو سره لویدیځو هیوادونو د امریکا په شمول د جنګ پر ځای د طالبانو سره د خبرو اترو له لاری د افغان ولسمشر حامد کرزی د پروسی تر شا ودریدل.

واشنګټن پوست زياته کړېده چي د طالبانوسره د خبرو اترو د پېل لپاره غير حکومتي ډلو او عربو او اروپايي هيوادونو منځکړيتوب کړی دی. ورځپاڼي ويلي دي چي طالبانو د امريکايانو سره پر مستقيمو خبرو ټينګار کړی دی او په قطر کي يې د يوه ممکنه دفتر د پرانستلو خبره کړېده.

دا هم په رپورټ کي راغلي دي چي دغه خبري د خبرو اترو څخه تر مخه يوه مقدماتي بڼه لري او دا چي طالبانو د غوښتنو يو لوی ليسټ وړاندي کړی دی چي پکښي د ګوانټانامو بې د زندان څخه د شلو جنګيالو د خوشي کولو غوښتنه هم پکښي شامله ده. د دې تر څنګ په راپور کي ادعا سوې چي طالبانو د افغانستان څخه د بهرني قواؤ د وتنې ګارنټي او په آينده افغان حکومت کي د طالبانو د پراخې برخي غوښتنه کړېده.

راپور زياتوي چي پدې هکله د داسي طالب مشرانو سره بحثونه سويدي چي و ملا محمد عمر ته مسؤله دي او يا هم د کوټي په شورا کي مهمه رول لوبوي.

د چارواکو له خولې ويل سويدي چي د حقاني ډله پدغو بحثونه کي رول نه لري. د حقاني ډله هغه افغان طالبان دي چي د پاکستان د قبايلي سيمي شمالي وزيرستان څخه فعاليت کوي. د اوباما اداره دغې ډلې ته د يوې خطرناکه او د جوړجاړي د نه وړ ګروپ په سترګو ګوري. د حقاني ډله د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اېس آی سره د اوږدو اړيکو شاليد لري.

د آی اېس آی استخباراتي اداره په پاکستان کي د بن لادن د موندل کېدنې او وژنې وروسته اوس د زښتو زياتو پوښتنو سره مخامخ ده چي پکښي يا خو د بن لادن سره د ملګري او يا هم د بې کيفايتۍ تورونه هم شامله دي.


سيد رياض / آژانسونه
کتونکی: احمدولي اڅکزی