1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د کندز چاودنې ۲۱ تنه ملکیان وژلي دي»

آژانسونه / مسعود جهش۱۳۹۴ مرداد ۱۸, یکشنبه

د کندز ولایت چارواکو خبر ورکړی دی چې یوې چاودنې د دې ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې ۲۲ تنه «غیر قانوني وسلوال» وژلي دي. طالبانو د برید پړه پر غاړه اخیستې ده. د کورنیو چارو وزارت بیا وژل شوي کسان ملکيان بللي دي.

https://p.dw.com/p/1GCJD
انخور له ارشیف څخه
انخور له ارشیف څخهانځور: Reuters/A. Masood

[No title]

د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د خان آباد ولسوالۍ په چاودنه کې وژل شوي کسان ملکي وګړي وو. دې وزارت زیاته کړې ده چې چاودنه د یوه ځانمرګي برید په پایله کې رامنځته شوې ده.

دې وزارت ویلي دي: «پیښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې یوه ځانمرګي برید کوونکي په خان آباد ولسوالۍ کې چاودنه وکړه. د دغه ځانمرګي برید په پایله کې ۲۱ ملکي وکړي شهیدان شول او ۱۰ تنه نور ټپیان دي.»

خو سیمه ییز چارواکي بیا وایي چې وژل شوي کسان «غیر قانوني وسلوال» ول. د کندز ولایت ویاند عبدالودود واحدي، ویلي دي چې چاودنه د شنبې په ورځ ناوخته رامنځ ته شوې ده او هدف یې د هغو «جنایتکاره» ډلو یوه غونډه وه چې تر دې مخکې یې له دولتي ځواکونو او طالبانو سره جګړه کړې وه. د دغه چارواکي په خبره په پیښه کې د څلور مشرانو په ګډون ۲۲ تنه وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې ده. په وروستیو وختونو کې په افغانستان کې اسلامي دولت پورې تړلې ډلې وخت نا وخت له طالبانو سره په جګړه کې ښکیلیږي. دغه دواړه ډلې غواړي يه افغانستان کې خپل نفوذ ‌ډیر کړي. ویل کیږي چې طالبان د افغانستان په ډیر شمیر ولایتونو کې نفوذ لري، خو اسلامي دولت پورې تړلې ډلې چې ډیری یې د طالبانو پخواني غړي دي، هم اوس ورو ورو په افغانستان کې د نفوذ موندلو په لټه کې دي.

طالبانو په وروستیو میاشتو کې پر افغان دولت او نړیوالو ځواکونو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. دا په داسې حال کې ده چې د تیر کال په پای کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو جنګي ماموریت پای ته ورسید او د دغه هیواد ټول امنیتي مسوولیتونه یې پخپله افغانانو ته وسپارل. له بلې خوا کارپوهان وایي چې طالبان غواړي د خپلو بریدونو له ډیرولو سره د سولې په روان بهیر کې بر لاسي ووسي.

«طالبانو یوه ښځه په دار ځړولې ده»

په یوې بلې جلا پیښه کې طالبانو په شمالي بدخشان ولایت کې یوه ۲۷ کلنه ښځه چې د درو ماشومانو مور هم وه، د جنسي اړیکې په تور په دار زړولې ده. د دغه ولایت ویاند نوید فروتن، ویلي دي چې دغه میرمن د شنبې په ورځ د خلکو په حضور کې له یوې ونې څخه زړول شوې وه.

د فروتن په خبره په یوې بلې جلا پیښه کې طالبانو په بدخشان ولایت کې د ځایي پولیسو د دوو غړو او یوه ملکي وګړي سرونه د جاسوسي په تور پرې کړي دي.

طالبانو په وروستیو وختونو خپل فعالیتونه د افغانستان شمالي ولایتونو ته چې تر دې مخکې په نسبي توګه امن ګڼل کیدل، غځولي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب