1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پر ارګ د يرغل پلان شنډ شو»

۱۳۹۴ مرداد ۱۲, دوشنبه

د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه وایي چې د ملا عمر د مړیني خبر تر تائیدیدو وروسته په جګړه کې ډیر بدلونونه راغلي دي او طالبانو خپل پخوانی انسجام له لاسه ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/1G92B
انځور: AP

د طالبانو د مشر ملا عمر د مړینې خبر د تیري چهارشنبې په ورځ خپور شو چي گويا هغه دوه کاله دمخه مړ شوی دی. ولسمشرۍ ماڼۍ په لومړي سره کې دغه خبر ته د شک په سترګه کتل خو بیا وروسته هغه د افغان حکومت او طالبانو له خوا تائید شو.

د ملا عمر د مړیني خبر په داسې حال کې خپریږي چې افغانستان په تیرو ۱۳ کلونو کې اوس د جګړې له تر ټولو سخت پړاو څخه د تیریدو په حال کې دی.

د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وايي چې طالبانو غوښتل د خبرو اترو تر دویمي غونډي مخکې سخت بریدونه پيل کړل چې په دې ترتیب سره ځیني سیمي تر خپل کنترول لاندي راولي. دغه چارواکي زیاتوي چې طالبان خپل دې هدف ته ونه رسیدل.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري، د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: «تر اختر وروسته اوس د افغانستان امنیتي وضعیت ښه شوی دی. لامل یې هم دا دی چې امنیتي ځواکونو د طالبانو هغه پلانونه چې غوښتل یې ولسوالۍ ونيسي او لويي لاري بندي کړي، شنډ کړي دي.»

وزیري ټینګار وکړ چې د دفاع وزارت د سولې بهیر ملاټړ کوي خو که طالبان جګړې ته دوام ورکړي نو دوی به یې وځپي.

د طالبانو پر ضد عملیات

له بلي خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې همدا اوس د طالبانو پر ضد د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۲عملیات روان دي. دغه عملیات د فاریاب په قیصار او المار، تخار په درقد، سرپل په کوهستاناتو، د روزگان په خاص روزګان، د کندز په دشت ارچي او قلعه زال ولسوالیو کې روان دي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي، د دوشنبې ورځې په کنفرانس کې وویل چې یوازي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي. هغه زیاته کړه چې په فاریاب ولایت کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، شتون د سرتیرو د روحیې د لوړیدو لامل شوی او د پام وړ پرمختګ شوی دی.

پر ارګ باندي د برید پلان شنډول

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي امنیت ادارې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې دغي ادارې په عین وخت کې پر ارګ، دفاع وزارت او بهرنیانو پر اډو باندې د بریدونو مخه نیولې دي.

ملي امنیت ادارې یوه څلور کسیزه شبکه د کابل په اتمه ناحيه کې نیولې ده چې په بیلابیلو پوځي تجهیزاتو مجهز ول او غوښتل یې پر ولسمشرۍ ماڼۍ باندي برید وکړي.

دا برید په داسې حال کې شنډیږي چې د افغانستان حکومت له طالبانو سره د سولي خبرو اترو ته چمتوالی نیسي.

حسین سیرت

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب