1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندز: یوې چاودنې ۲۲ «غیر قانوني» وسلوال ووژل

آژانسونه / مسعود جهش۱۳۹۴ مرداد ۱۸, یکشنبه

د کندز ولايتي چارواکو ويلي چې یوې چاودنې د دې ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې ۲۲ تنه «غیر قانوني وسلوال» وژلي دي. طالبانو د برید پړه پر غاړه اخیستې ده. طالبانو په بدخشان ولایت کې یوه ښځه په دار هم ځړولې ده. (آرشيف انځور)

https://p.dw.com/p/1GCGH
انځور: picture-alliance/dpa/J. Kargar
د کندز ولایت ویاند عبدالودود واحدي، ویلي دي چې چاودنه د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۵ کال د اګست ۸مه نېټه) ناوخته رامنځ ته شوې ده او هدف یې د هغو «جنایتکاره ډلو» یوه غونډه وه چې تر دې مخکې یې له دولتي ځواکونو او طالبانو سره جګړه کړې وه. د دغه چارواکي په خبره په پیښه کې د څلورو مشرانو په ګډون ۲۲ تنه وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې ده. په وروستیو وختونو کې په افغانستان کې په اسلامي دولت پورې تړلې ډلې وخت نا وخت له طالبانو سره په جګړه کې ښکیلیږي. دغه دواړې ډلې غواړي په افغانستان کې خپل نفوذ ‌ډیر کړي. ویل کیږي چې طالبان د افغانستان په ډیر شمیر ولایتونو کې نفوذ لري، خو په «اسلامي دولت» پورې تړلې ډلې چې ډیری یې د طالبانو پخواني غړي دي، هم اوس ورو ورو په افغانستان کې د نفوذ موندلو په لټه کې دي.

طالبانو په وروستیو میاشتو کې پر افغان دولت او نړیوالو ځواکونو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. دا په داسې حال کې ده چې د تیر کال په پای کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو جنګي ماموریت پای ته ورسید او د دغه هیواد ټول امنیتي مسوولیتونه یې پخپله افغانانو ته وسپارل. له بلې خوا کارپوهان وایي چې طالبان غواړي د خپلو بریدونو له ډیرولو سره د سولې په روان بهیر کې بر لاسي واوسي.

«طالبانو یوه ښځه په دار ځړولې ده»

په یوې بلې جلا پیښه کې طالبانو په شمالي بدخشان ولایت کې یوه ۲۷ کلنه ښځه چې د درو ماشومانو مور هم وه، د نامشروع جنسي اړیکو په تور په دار ځړولې ده. د دغه ولایت ویاند نوید فروتن، ویلي دي چې دغه میرمن د شنبې په ورځ د خلکو په حضور کې په یوه ونه وځړول شوه.

د فروتن په خبره په یوې بلې جلا پیښي کې طالبانو په بدخشان ولایت کې د ځایي پولیسو د دوو غړو او یوه ملکي وګړي سرونه د جاسوسي په تور پرې کړي دي.

طالبانو په وروستیو وختونو کي خپل فعالیتونه د افغانستان شمالي ولایتونو ته چې تر دې مخکې په نسبي توګه امن ګڼل کیدل، غځولي دي.