1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روژې تر مخه په پاکستان کي نور کسان اعدام سوي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ خرداد ۲۷, چهارشنبه

پاکستاني چارواکو د روژې مياشتي تر پيل دمخه، ۹ په اعدام محکوم سوي کسان پانسۍ کړي دي. د دغه هيواد د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخي محکوم سوي کسان د سې شنبې په ورځ په پنجاب ايالت کي اعدام سوي دي.

https://p.dw.com/p/1FiRN
انځور: vkara - Fotolia.com

په اسلام آباد کي د کورنیو چارو وزارت ويلي دي چي په دغه هيواد کي د په مرگ محکوم سوو کسانو د عدامولو په لړۍ کي تيره ورځ ۹ محکوم کسان اعدام سوي دي.

د تيرکال په دسمبر مياشت کي په پيښور کي پر يو ښوونځی باندي تر يرغل وروسته پاکستان شپږ کاله ځنډول سوې د مرگ سزا بيرته جاري کړه او له هغه راهيسي ئې ۱۶۰ کسان اعدام کړي دي.

پاکستان اوس د اعدام په سزا کي تر سعودي عربستان مخکي سوی دئ، چي په روان کال کي ئې تر اوسه پوري ۱۰۰ کسان اعدام کړي دي.

تيره اونۍ د پنجاب ايالت په مرکز لاهور کي د نړيوالو نيوکو سره سره هغه ۳۸ کلن ځوان اعدام سو چي په ۱۵ کلنۍ کي ئې د اعدام حکم سوی وو. دغه هلک د قتل په تور نيول سوی وو.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت اعلان کړی دئ، چي د روژې په مبارکه مياشت کي چي په پاکستان کي به د پنجشنې يا جمعې په ورځ پيل سي، د اعدام سزا نه پلې کوې.

د رسمي معلوماتو له مخي د پاکستان په زندانونو کي نزدې ۸۵۰۰ کسان چي په تروريستي کړنو يا جنايي جرمنو تورن دي د اعدام په سزا محکوم سوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب