1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اعدامونو د سزا په هکله د بخنښنې نړیوال سازمان رپوټ

ګبریل دومینګیز/ مسعود جهش۱۳۹۴ فروردین ۱۲, چهارشنبه

د بخښنې نړیوال سازمان یو نوی رپوت ښيي چې په اسیايي هیوادونو په ۲۰۱۴ کال کې د ۲۰۱۳ کال په پرتله لږ کسان اعدام کړي او یا يې ورته د اعدام سزا اورولې ده. خو په رپوت کې همداراز د اندیښنې وړ موضوعګانو ته هم اشاره شوې ده.

https://p.dw.com/p/1F13H
انځور: vkara - Fotolia.com

تیر کال په دې سیمه کې د ثبت شويو اعدامونو شمیر راکښته شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې په دې کال کې د هغو کسانو شمیر چې ورته د اعدام سزا اورول شوي ده د ۲۰۱۳ کال په پرتله ۳۳۵ راکښته شوې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې په اعدامونو کې د لږوالي راتګ ښايي د هغه نړیوال خوځښت برخه وي چې په ترڅ کې یې یو شمیر هیوادونه له اعدامونو څخه فاصله نیسي. په رپوټ کې راغلي دي چې په ۲۰۱۴ کال په ټوله نړۍ کې ۶۰۷ اعدامونه ثبت شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۳ کال کې په نړیواله کچه د ثبت شویو اعدامونو شمیر ۷۷۸ وو.

د بخښي نړیوال سازمان مشر سالیل شیټي وویل: «شمیرې پخپله هر څه وایي. د اعدام سزا په یوه زوړ رسم باندې د بدلیدو په حال کې ده. هغه لږ شمیر هیوادونه چې اوس هم اعدامونه ترسره کوی باید پر دې اړه فکر وکړی چې په رښتیا سره هم د ژوند د حق اخیستو حق لري او که نه؟ هغوی باید په دې اړه فکر وکړي چې له هغو ډیر شمیر هیوادونو سره یوځای شي چې دغې غیر انساني او ظالمانه سزا يې ته مخ اړولی دی.»

ایران چې په رسمي توګه يې ۲۸۹ اعدامونه ثبت کړی، سعودي عربستان له ۹۰ اعدامونو سره، عراق د ۶۱ او امریکا متحده ایالات د ۳۵ اعدامونو په ترسره کولو سره د نړې په هغو هیوادونو کې راځي چې تر ټولو ډیر اعدامونه په کې ترسره شوي دي.

د بخښنې د نړیوال سازمان په رپوټ کې د چین او شمالي کوریا ارقام نه دي داخل شوي ځکه چې دغه هیوادونه د دې سزا په اړه خپلې رسمي شمیرې نه خپروي. د بخښنې نړیوال سازمان چارواکي په دې اند دي چې یوازې په چین کې هر کال په زرگونو اعدامونه ترسره کیږي. د امریکا میشته Dui Hua بنسټ د شمیرو له مخې یوازې تیر کال په چین کې ۲۴۰۰ تنه اعدام شوي دي.

د آسیا براعظم کې بیا ټول ټال نهه هیوادونه اوس هم اعدامونه ترسره کوي. په دغو هیوادونو کې افغانستان له شپږ، جاپان له درو، مالیزیا له دوو، پاکستان له اوو، سینګاپور له دوو، تایوان له پنځو، ویتنام له درو اعدامونو سره شامل دی. په ۲۰۱۴ کال کې ډیر شمیر کسان په دار ځړولو، زهرجنو پیچکاریو او فیرونو له لارې اعدام شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان رپوټ د اپریل میاشتې پر لومړۍ نیټه په ۶۱ پاڼو کې خپور شوی دی. په رپوټ کې راغلي دي چې په آسیا کې په ۲۰۱۴ کال کې ۶۹۵ د اعدام نوې سزا ګانې ورکړل شوي دي. دې سازمان ویلي دي چې د اعدامونو د کمیدو یو لامل د سیمې په هیوادونو لکه بنګله دیش کې د پرمختګونو رامنځ ته کیدل دي.

دا چې ولي په دغو هیوادونو کې وګړو ته د اعدام سزا ورکول کیږي، په اړه يې شیټي وویل: «یو شمیر کسانو ته د داسې جرمونو له کبله چې په کې وژنه نه ده رامنځ ته شوې هم د اعدام سزا ورکړل شوې ده. په دغو جرمونو کې غلاوې، مخدرو توکو پورې تړلي جرایم او اقتصادي درغلۍ شامل دي.» شيټي زیاته کړه چې په ځینې هیوادونو کې سیاسي مخالفینو ته هم د هغوی د فعالیتونو له کبله د اعدام سزا ورکول کیږي.

په رپوټ کې همداراز په افغانستان، بنګله دیش، چین، شمالي کوریا، پاکستان او سریلانکا هیوادونو کې پر «غیر عادلانه محاکمو» باندې هم نیوکې شوې دي. رپوټ زیاته کړې ده چې پیکینگ منلي ده چې له مجرمینو څخه یې د ربړونې او بد چلن له لارې اعتراف اخیستی دی.

په نورو مواردو کې د بیلګې په توګه پاکستان مذهب ته د سپکاوي په تور د اعدام سزا عملي کړې، په چین، شمالي کوریا او ویتنام کې د اقتصادي جرایمو له کبله وګړو ته د اعدام سزا اورول شوې ده. پر دې سربیره په افغانستان او هندوستان کې جنسي تیري کوونکي هم اعدام شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان روښانه کړې دي چې ډیر شمیر هیوادونه د جرمونو د کمولو، د دولت پر وړاندې د ګواښونو له منځه وړلو او له ترهګرۍ سره د مبارزه کولو په موخه کسان اعداموي چې د دې سازمان په حواله ډیره خواشینوونکې موضوع ده.

په پاکستان، سینګاپور او اندونیزیا هیوادونو کې په تیر کال کې د اعدام سزا کچه لوړه شوې ده. دغو هیوادونو تر یوې مودې وروسته یو ځل بیا دغې سزا ته مخه کړې ده. په خاصه توګه په پاکستان کې پر یوه ښوونځې باندې تر برید وروسته، دې هیواد د اعدام پر سزا باندې یو لګیدلی موقتي بندیز له منځه وې یوړ.

ویل کیږي چې په پاکستان کې همدا اوس له ۸۰۰۰ څخه ډیر کسان د اعدام پر سزا محکوم دي. پاکستاني چارواکو د تیر کال دسمبر میاشتې راهیسې له ۶۰ څخه ډیر کسان اعدام کړي دي.