1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اعدام سزا د له منځه تلو غوښتنه

احمد ولي اڅکزی (آژانسونه)۱۳۹۳ مهر ۱۸, جمعه

د اکتوبر پر لسمه نېټه له ۲۰۰۳ کال راهیسې د اعدام د جزا ضد نړیواله ورځ لمانځل کيږي. په دې ورځ د بخښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا د دغې سزا د له منځه تلو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/1DSxG
انځور: picture-alliance/dpa

د بخښني نړیوال سازمان د اعدام پر ضد د نړیوالي ورځي په مناسبت ويلي دي چي اوس هم يو شمېر داسي هيوادونه سته چي حتی پر داسي انسانانو د اعدام سزا عملي کوي چي هغوی په رواني توګه ناروغه او يا معذوره وي.

د ياد سازمان د وينا له مخي د داسې انسانانو اعدامول له نړیوالو قوانينو څخه ښکاره سرغړاوي ده. دا څرګندونې د ياد سازمان د آلمان د څانګې وياند اولیور هیندریش د جمعې په ورځ (د اکتوبر نهمه) په برلين کي وکړې. هغه وويل چي د نړیوالو قوانينو او تړونونو له مخي د په رواني توګه ناروغه انسانانو اعدامول منع دي. نوموړي روښانه کړه چي په ې برخه کې د تورنو کسانو له خوا د هغوی د سترو او وېرونکو جرمنو بخښل مطرح نه دي، بلکه د سزا څرنګوالی مطرح دی چي پر دوی عملي کيږي.

هیدنریش زياته کړه چي «د بخښني نړیوال سازمان په هر صورت کي د اعدام د سزا مخالف دی چې د هغه په خبره يوه غېر انساني او شرمونکې سزا ده».

د بخښنې نړیوال سازمان ویاند وويل چي هغه هيوادونه چي اوس هم د اعدام پر سزا عملي کوي، باید لږ تر لږه د نړیوالو قوانينو په ړنا کي عمل وکړي. د هغه په وينا دغه هیوادونه بايد د بېلګي په توګه د هغو انسانانو د اعدامولو څخه ډه ډه وکړي چي پخپله حفاظت او خونديتوب ته اړتيا لري.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې د جاپان، پاکستان او امريکا متحده ايالاتو په څیر هیوادونو کې یې د اعدام د سزا د پلي کېدني داسي پيښي ثبت کړي دي چي پکښي په رواني توګه ناروغه انسانان په دار ځړول سوي دي. ياد سازمان خبرداری ورکړی دی چي که دغه هيوادونه په خپله قضا کي اصلاحات رامنځ ته نه کړي، نو يو شمېر نور په رواني توګه ناروغه انسانان به هم اعدام سي.

هیندریش نيوکه وکړه چي په زياتو محکمو کي په رواني او جسماني توګه د ناروغو تورنو کسانو پېژندنه نه کيږي. د هغه په وينا د دې له پاره مهمه ده چي بايد بې طرفه کارپوهان د دغو تورنو کسانو د ناروغۍ د تشخیص له پاره پلټنه او د هغوی معاينه وکړي.

د بخښنې نړیوال سازمان د راپور له مخي په تېر مېلادي کال کې په ۲۲ هيوادونو کي لږ تر لږه ۷۷۸ انسانان اعدام سوي دي. دغه سازمان اټکل کوي چي د يادو شمېرو څخه لا ډېر زيات انسانان داسي اعداميږي چي معلومات يې دباندي نه راوځي. د بېلګي په توګه د چين هيواد د ۲۰۰۹م کال راهيسي د اعدام د سزا د پلي کېدو شمېرې نه بربنډوي.

که چين له نوملړ څخه وايستل سي نو په نړیواله توګه د اعدام د سزا په پلي کولو کي ايران تر ټولو هيوادونو مخکي دی. دغه هيواد تېر کال ۳۶۹ انسانان اعدام کړي او په دې توګه د ټولو اعدامونو ۸۰ سلنه يوازي په دغه هيواد کي ترسره سوې دي. عراق د ۱۶۹ انسانانو په اعدامولو سره په دويم ځای او سعودي عربستان د ۷۹ انسانانو په اعدامولو سره په دریم ځای کې دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب