1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسد د بیانیې پر وړاندې نړیوال غبرګونونه

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۱ دی ۱۸, دوشنبه

بشار الاسد په خپله وروستۍ وینا کې وویل چې د سوریې پاڅون کوونکي «د بهرنیو د لاس اله دي». هغه ټینګار وکړ چې د «جنایت کاره ترهګرو» پر وړاندې به جګړه وکړې. د اسد وینا په نړیواله کچه بیلا بیل غبرګونونه راپارولي دي.

https://p.dw.com/p/17F3v
انځور: REUTERS/Sana

په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو په حواله د سوریې د جګړې تلفات ۶۰۰۰۰ تنو ته رسیدلي دي، د بشارالاسد دغو تندو خبرو د لویدیځې نړۍ او نوروو هیوادونو سخت غبرګونونه راوپارولي دي.

د مصر ولسمشر محمد مرسي، د CNN له تلویزیون سره په یوه مرکه کې په غیر مستقیم ډول د اسد د محاکمه کیدو غوښتنه وکړه.

د سوریې ولسمشر بشار الاسد د یکشنبې په ورځ تر څو میاشتو وروسته یوه بیانیه ورکړه چې په ترڅ کې یې له خپلو وسلوالو مخالفانو سره خبرې رد کړې. اسد وویل چې له «باندونو، افراطیانو او د لویدیځ [هیوادونو] د لاس له الو» سره خبرې اترې نه کوي. اسد همداراز ټولو هغو کسانو ته چې د ده په خبره یې له خپل هیواد سره «خیانت» نه دی کړی، د سیاسي اصلاحاتو، نوي اساسي قانون، نوي حکومت او د زندانیانو د آزادیدو ژمنې وکړې. اسد وویل چې د خبرو اترو لومړنۍ شرط دا دی چې عربي او لویدیځ هیوادونه له «ترهګرو» سره خپلې مرستې بندې کړي.

متحده ایالاتو د اسد وړاندیزونه له واقعیت څخه لیرې وبلل. د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویکتوریا نولاند، په واشنګټن کې وویل: «اسد خپل ټول مشروعیت له لاسه ورکړی دی او باید ګوښه شي.»

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوولې کترین آشتون، د اسد د وروستۍ بیانیې په اړه وویل: «موږ د دې په اړه څیړنې کوو چې ایا په دې بیانیه کې کومه نوې خبره شته او که نه. خو موږ اوس هم پر خپل موقف ولاړ یو او وایو چې اسد باید ګوښه شي. هغه باید پریږدي چې په سوریه کې یو سیاسي تحول رامنځ ته شي.»

په همدې حال کې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویسترویله وویل: «د دې خبرو پر ځای باید هغه [بشار الاسد] د موقت حکومت رامنځ ته کیدو او نوي سیاسي پیل له پاره لاره هواره کړي.»

بریتانیا هم د اسد د وروستۍ بیانیې پر وړاندې غبرګون ښودلی دی. د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر ویلیام هیګ، په خپله تویتر پاڼه کې لیکلي دي: «هغه وژنه، ربړونه او تاوتریخوالی چې په سوریه کې روان دی، خپله اسد په لاره اچولی دی. هغه نه شي کولای چې د اصلاحاتو په اړه تشې وعدې وکړي او خلک وغولوي.»

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر احمد داود اغلو، هم د اسد وعدي تشې بللې دي. هغه ویلي دي چې د سوریې ولسمشر نه شي کولای چې د ۶۰۰۰۰ کسانو تر وژل کیدو وروسته هم د رهبري ادعا وکړي. داوود اغلو زیاته کړې ده چې اسد باید خپل مخالفین په رسمیت وپیژني.

په وروستیو میاشتو کې د سوریې پاڅون کوونکو یو څه بوځي بریاوې لرلي دي او د سوریې ډیرې شمالي برخې یې تر خپل کنترول لاندې راوستې دي. په دې ترتیب سره د دغه هیواد پلازمینه دمشق، اوس تر یوه حده پورې د پاڅون کوونکو په محاصره کې دی.

په همدې حال کې هره ورځ لا ډیر پوځیان د رژیم له مخالفینو سره یوځای کیږي. خو رژیم هم خپل هوایي بریدونه د پخوا په پرتله ډیر کړي دي. د سوریې د رژیم مخالفین هره ورځ له سلو تنو څخه ډیر تلفات لري.