1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسد: له قاتلانو سره به هيڅ وخت خبري و نه کړو

مسعود جهش (Reuters, AFP)۱۳۹۱ دی ۱۷, یکشنبه

د سوریې ولسمشر بشارالاسد، د یکشنبې په ورځ په یوه وینا کي پر دې باندي ټينگار وکړ چي هيڅکله به له «جنايتکاره قاتلينو» سره خبري اتري ونه کړي. که څه هم هغه د سولې د نوو خبرو اترو په اړه غږېدلی دی.

https://p.dw.com/p/17Er8
انځور: Reuters

اسد په خپله دغه وينا کي ډیر ټينگ او قاطع الفاظ کارولي دي. هغه ټینګار کړی دی چې سوریه به د کوم بل هیواد یا وګړي امرونه و نه مني. دا په داسې حال کې ده چې د سوریې د مخالفینو ایتلاف چې نړیوال ملاتړ هم لري، تل ټینګار کوي چې بشارالاسد باید له خپلې څوکۍ څخه ګوښه شي.

د دمشق د «هنرو په تالار» کي د اسد د وينا پر مهال څو ځلې حاضرو کسانو شعارونه هم ورکړل. هغوی د بیلګې په توګه د «خپلې ویني او خپل سر په بیه به له اسد څخه ساتنه وکړو» شعارونه ورکول.

اسد وویل چې له ټولو سوریایي سیاسي ګوندونو سره خبري اتري وکړي، چې د سوریې ۲۱ میاشتنی کړکیچ د حل یوه لاره پیدا کړي. هغه د یوه «ملي منشور» د جوړولو وړاندیز وکړ. اسد وویل چې دغه منشور به ټولپوښتنې ته کیښودل شي او په سوريه کې به نوې پارلماني ټاکنې وشي.

اسد «ترهګر» ردوي

اسد ادعا وکړه چې له اسیا او اروپا څخه ترهګر سوریې ته راغلي دي، چې د هغه د رژیم پر ضد له پاڅونکوونکو سره مرسته وکړي. هغه زیاته کړه: «دغه ټول کسان له ځان سره د القاعدې ادیالوژي راوړي. د دغي جګړې هدف سوریه ده چې د یو شمېر سوریایانو او بهرنیو په واسطه تر سره کیږي. له دې کبله دا له ملت څخه د دفاع کولو جګړه ده.»

اسد د سوریې پاڅون کوونکو ته د «خلکو د دښمنانو» خطاب وکړ او ویویل چې پاڅون له دباندي نه شي راتلای. په دې ترتیب سره اسد متحده ایالاتو او نورو ټولو هغو هیوادونو ته اشاره وکړه چې د سوریې د پاڅونکوونکو ملاتړ کوي.

اسد وویل چې چین او روسیه د سوریې ملګري هیوادونه دي. اسد ادعا وکړه چې وسله وال مخالفین یې د بهرنیو د لاس په الو باندې بدل شوي دي. هغه وویل چې «له مالک سره به خبرې و کړې نه له نوکر سره.» د اسد په خبره د رژیم ځواکونه به یوازې په هغه صورت کې جګړه بنده کړي چې پاڅون کوونکي يې بنده کړي.

د کمو بیانیو ورکول

اسد په وروستیو وختونو کې په عام محضر کې ډیري لږ بیانیې ورکوي. هغه د خپل هیواد پارلمان ته د ۲۰۱۲ کال د جون د میاشتې له دریمې نیټې راهیسې خبرې نه دي کړي. د هغه وروستۍ بیانیه په نومبر میاشت کې وه چې پکې د روسي رسنیو له لارې يې اعلان وکړ چې په سوريه کې به ژوند کوي او په همدې هیواد کې به مري.

په سوريه کي له ۲۱ میاشتو راهیسې جګړه روانه ده چې د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې تر ۶۰۰۰۰ زيات کسان پکې وژل شوي دي.