1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د سوريې جگړه په فرقه يي جگړې بدليږي»

مسعود جهش (dpa, Reuters, AP)۱۳۹۱ دی ۱, جمعه

د سوريې په اړه د ملگرو ملتونو په یو نوی رپوټ کي ويل شوي دي، چې د دې هیواد جګړه په یوې فرقه یي جګړې باندې د بدلیدو په حال کې ده.

https://p.dw.com/p/177Lg
انځور: AP

دغه لس مخيز رپوټ د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې د یوه خبري کنفرانس په لړ کې خپور شو. د سوریې د څیړنو د کمیسیون مشر پاولو پینهیارو، وویل چې دا رپوټ د سوریې په جګړه کې د دواړو اړخونو له خوا د بشري حقونو د تر پښو لاندې کولو او یوې ویجاړونکې جګړې، ‌ډیر خواشینوونکی انځور وړاندې کوي. ښاغلي پینهیارو وویل: «موږ فکر کوو چې دا داسې یوه جګړه ده چې پکې پوځي بریا شونې نه ده.»

په رپوټ کې راغلي دي چې په سوریه کې د جګړې لومړۍ کرښه وخت نا وخت د بدلیدو په حال کې ده. د رپوټ په حواله په داسې حال کې چې په سوریه کې پاڅون کوونکي د بشارالاسد د رژیم پر وړاندي جګړه کوي، په دې هیواد کې «ښکاره فرقه یي» جګړې هم د ډیریدو په حال کې دي.

د رپوټ یوه تن جوړونکي کارین ابوزاید، چې د سوریې د جګړې په اړه یې څیړني کړي دي په بروکسل کې خبریالانو ته وویل: «هغه څه چې موږ په وروستیو څو میاشتو کې ورباندي پوهیدلي یو ښيې، چې هغو عقلیتونو چې تر دې مخکې یې په جګړه کې ګډونه نه لاره اوس وسلو ته لاس اچولی دی، چي له خپل ځان څخه دفاع وکړي.»

قومونه سره بیل شوي دي

په رپوټ کې راغلي دي چې ډیری عقلیتونه د مجبوري له کبله د جګړې له بیلابیلو اړخونو سره یوځای شوي دي چې له خپل ځانه دفاع وکړي. دا موضوع د هغه ترکمنن سوریایي وګړي خبره تصدیقوي چې ویلي یې وو: «دا یو ډیر خطرناکه وضعیت دی چې سړی پخپله وسله ونه لري او له داسې ګاونډیو سره ژوند وکړي چې مسلح وي او په دې اند وي چې ته له یاغیانو سره اړیکې لرې.»

په رپوټ کې زیاته شوې ده چې ډیری فرقه یي جګړې د علویانو او سونیانو تر منځ کیږي. د رپوټ په حواله ډیری بهرني جنګیالي چې سوریې ته راځي له سونیانو سره مرسته کوي چې د اسد رژیم ړنګ کړي. ابوزاید وویل: «هغوی [بهرني جنګیالي] له اروپا، امریکا او د سوریې له ګاونډیو هیوادونو څخه دې هیواد ته راځي.»

پوتین: د اسد ملاتړ نه کوو

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د سه شنبې په ورځ وویل چې روسیه د بشارالاسد د رژیم ملاتړ نه کوي. هغه زیاته کړه چې تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د سوریې جګړه ژر تر ژره پای ته ورسیږي. پوتین وویل: «موږ د داسې یوې حل لارې پلويان یو چې سوریه او سیمه له پاشل کیدو او کورنۍ جګړې څخه وژغوري. زموږ موقف دا دی چې اسد او رژیم یې له واکه ګوښه شي.» تر دې مخکې پر روسیې باندي د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د سوریې د رژیم پر وړاندي د اعلامیو د تصویبیدو د مخنیوي، له کبله نیوکې شوې وې.

د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې تر اوسه پورې د سوریې په جګړه کې ۲۰۰۰۰ کسان وژل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په لندن کې میشت د سوریې د بشري حقونو د څار اداره وایي چې تر اوسه پوري د سوریې جګړې ۴۴۰۰۰ کسان وژلي دي. په سوریه کې د ۲۰۱۲ کال په مارچ میاشت کې د رژیم پر وړاندې لاریونونه پیل شول.