1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

درې هیوادونه له قطر څخه خپل سفیران راغواړي

مسعود جهش (Reuters, AFP, AP, dpa)۱۳۹۲ اسفند ۱۴, چهارشنبه

درې عربي هیوادونه له قطر څخه خپل سفیران راغواړي. دغو هیوادونو ویلي دي چې دا پریکړه یې د قطر له خوا د هغه تړون د احتمالي ماتولو په غبرگون کې کړې ده چې له مخې یې باید دغه هیوادونه د یو بل په کورنیو چارو کې مداخله و نه کړی.

https://p.dw.com/p/1BKe6
انځور: Getty Images

دغو درو سرو هیوادونو سعودي عربستان، متحده عربي امارات او بحرین خپله دغه پریکړه د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د مارچ مياشتي ۵) په یوه گډه بیانيه کې اعلان کړه. په بیانیه کې راغلي دي چې قطر په خلیج کې د عربي هیوادونو تر منځ د یوه امنیتي تړون په پلي کولو کي پاته راغلی دی.

په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې د خلیج د همکاري شورا (GCC) د تیر کال په نومبر میاشت کې یو تړون لاسلیک کړی وو چې پکښې راغلي ول: «هر څوک چې د خلیج د همکارۍ شورا د غړو هیوادونو امنیت او ثبات په انفرادي او یا هم ډله ییز ډول گواښي باید د مستقیم کار او یا هم سیاسي نفوذ له لارې یې ملاتړ و نه شي».

په بیانیه کې همداراز زیاته شوې ده چې د دې شورا غړي هیوادونه باید د هغو رسنیو ملاتړ هم و نه کړي چې په یو ډول گواښنه کوي.

ابو ظبۍ او ریاض ویلي دي چې قطر د دغه تړون په مراعاتولو کې پاته راغلی دی او له همدې کبله هغوی دغه سیاسي اقدام کوي.

دغه اقدام په تیرو دیرشو کلونو کې ساری نه لري. دا د خلیج هیوادونو او قطر تر منځ د اړیکو د ترینگلي کیدو یوه بله نښانه ده. قطر د اخوان المسلمین له ملاتړو څخه شمیرل کیږي.

قطر په عین حال کې له ایران سره هم ښې اړیکي لري چې متحده عربي امارات، سعودي عربستان او بحرین ورته د یوه سیال هیواد په توگه گوري او ورسره ښې اړیکي نه لري.

د خلیج هیوادونو شورا په ډیرو مسایلو کې د لویدیځ پلوي کوي. سعودي عربستان، بحرین، متحده عربي امارات، قطر او کویټ د دغه شورا غړيتوب لري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب