1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

منینګ په ۳۵ کاله بند محکوم شو

عبدالباري حکیم (آژانسونه)۱۳۹۲ مرداد ۳۱, پنجشنبه

برادلي منینګ د محرمو حکومتي اسرارو د افشا کولو، خپل هیواد ته د خیانت، کمپیوتري درغلۍ او د غلا په تورونو د متحده ایالاتو د یوې پوځي محکمې له خوا په ۳۵ کاله بند محکوم شو. د مننگ د کړو په اړه امریکایان بیلابیل نظرونه لري.

https://p.dw.com/p/19URZ
انځور: Reuters

د امریکا متحده ایالاتو د پوځ بریدمن برادلي منینګ، پر هغه باندې د لگیدلو تورونو له ډلې څخه د ویکیلیکس بربنډوونکې ورځپاڼې ته د خپل هیواد د حکومت او دغه راز نور پوځي محرم اسرارو سپارلو تور منلی دی. قاضي دینس لیند، نه یوازې منینګ په ۳۵ کلونو بند محکوم کړ، بلکه هغې یې همداراز له پوځ څخه د خیانت کولو په تور وایست.

خو دا چې دغه سزا د منینګ له پاره د عدالت له مخې ورکړل شوې ده که نه، د کارپوهانو نظریات سره مختلف دي. په واشنګټن کې د هاروارد د پوهنتون پروفیسر موریس دي دویس، د ارزونې له مخې کیدای شي چې منینګ له اتو تر نهو کلونو بند تیرولو څخه وروسته وبخښل شي او بیرته آزاد شي.

منینګ د امریکا حکومت له نړیوالو ستونزو سره مخامخ کړ

د محکمې د پریکړې په دلایلو کې راغلي دي چې منینګ بې پروایي کړې او نور انسانان یې له خطر سره مخامخ کړي دي. نوموړی بریدمن د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلونو په منځ کې، کله چې یې په عراق کې دنده ترسره کوله له کمپیوتر څخه کابو ۷۰۰ زره اسناد او دیپلوماتیکي لیکونه چې محرم ګڼل شوي ول، راایستلي او بربنډونکې انترنتي باڼې ویکلیکس، ته یي ورکړي دي.

په دغو اسنادو کې ډیری یې په افغانستان او عراق کې د متحده ایالاتو د جګړې په هکله ول چې په ټوله نړۍ کې یې اندیښنې رامنځ ته کړې او د متحده ایالاتو حکومت یې دې ته اړ کړ چې د پوځ او امنیتي کړیو او د لوړ پوړو چاروکو له خوا د تر سره شوو چارو په هکله نړیوالو ته معلومات ورکړي.

په بربنډو شویو اسنادو کې هغه یوه ویدیو هم شامله وه چې په هغې کې په بغداد کې د متحده ایالاتو د پوځ یوه څرخي الوتکه د ولسي کسانو د وژلو په حال کې ښوول شوې وه. د محکمې د پریکړې په دلایلو کې دا هم راغلي دي چې بریدمن منینګ باید له ځان سره فکر کړای وی چې د دغه شان معلوماتو افشا کول متحده ایالاتو ته تاوان رسوي.

د محکمې د پریکړې پر وړاندې لومړني غبرګونونه

جیک جینز چې په واشنګتن کې د ډیرو مهمو تحلیلونکو له ډلې څخه دی وایي چی برادلي منینګ ته ټاکل شوې سزا هغه نه دی حیران کړی: «کله چې یو سرتیری قانون تر پښو لاندې کړي باید دغه شان یوه سزا ورکړ شي.»

د متحده ایالاتو د محافظه پال «هریتیج» نومي بنسټ څخه چارلز ستیمسن په نظر منینګ یو «جنایتکار» دی چې د محکمی پر وړاندی یې خپل جرمونه منلي دي. سیاستوال او کارپوهان اوس باید په دې هکله بحثونه وکړي چې آیا منینګ یو «رښتینی بربنډونکی» دی او که یو «خائن». دا په داسې حال کې ده چې ستیمسن وایي: «خو د قضا له نظره هغه یو جنایت کار دی.»

سپینې ماڼۍ لا تر اوسه پورې د میننگ د محکومیدو په اړه څه نه دي ویلي. خو څارونکي په دې نظر دي چې د ولسمشر مشر بارک اوباما، حکومت غواړي چی خپل نوموړی سرتیری د محکمې له خوا د سختې سزا ټاکلو سره نورو ته عبرت وګرځي.

د منینګ عمل او قضیې د متحده ایالاتو ولس ټوتې کړې دی. د یوې نظر پوښتنې له مخې هر دویم امریکایي په دې نظر دی چې برادلي مننگ د متحده ایالاتو ملي ګټو ته تاوان رسولی دی او په دې وجه هغه یو «خائن» دی. خو کابو همدومره نور امریکایان بیا د کامپیوتر د دغه کارپوه د دې عمل ستاینه کوي او هغه یو «وطن پال» ګڼي. په عمومي توګه د منینګ د محاکمې په هکله عامه لیوالتیا محدوده ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب