منينگ له امريکايانو څخه بخښنه وغوښتله
۱۳۹۲ مرداد ۲۴, پنجشنبهمنينگ د چهارشنبې په ورځ په «فورد میدي» پوځي اډه کې يوه پوځي قاضي دنیس لیند، ته د ۴۶ نړیوالو خبریالانو او ۷۸ څارونکو په حضور کې وویل: «زه له دې خبرې خواشینی یم چې زما د کارونو له کبله خلکو ته زیان رسیدلی دی. زه خواشینی یم چې زما کارونو امریکا متحده ایالات زیانمن کړي دي.»
۲۵ کلن برادلي منينگ، د خپلو جرمونو له کبله په ۹۰ کلونو بند محکومیدای شي. پر هغه باندې د جاسوسۍ او کمپیوتري درغلیو تور لگول شوی دی. منينگ د ویکیلیکس بربنډونکې پاڼي ته امریکایي دیپلوماتیک یادښتونه، د جگړې یادښتونه او ویدیوگانې ورکړې وې. په دغو ویدیوگانو کې په ۲۰۰۷ کال کې د امریکايي څرخي الوتکې له خوا پر ملکي عراقیانو باندي د ډزو کولو او د هغوی د وژلو ویدیو هم شامله وه.
تر دې یوه ورځ مخکې د منينگ د ماشوموالي او پر هغه باندې د روحي فشارونو په اړه هم خبري شوې وې. د هغه خور وویل چې منينگ په ماشوموالي کې د خپل والدینو له خوا زورول شوی وو. کارپوهانو ویلي ول چې منينگ له یو ډول رواني حالت سره مخامخ دی. دغه رواني حالت داسي وي چي سړی فکر کوي چې دی د مخالف جنس په جسم کې بند دي. د بیلگې په توگه یو نارینه فکر کوي چې هغه په اصل کې یوه ښځه ده، خو د یوه نارینه په جسم کې بندي دی. منينگ هم له دغه حالت سره مخامخ وو.
منينگ د خپلي چهارشنبې ورځې په وینا کې وویل چې هغه اوس دا خبره درک کړې ده چې د جگړې په اړه د خپلو اندیښنو د څرگندولو له پاره یې باید نورې قانوني لاري چارې موندلې وای. منينگ وویل چې هغه غواړي پوهنتون ته ولاړ شي او د ټولني په یوه موثر غړي باندې بدل شي.
د منينگ وکیلانو ویلی دي چې هغه یو «ساده» خو په خبره پوه ځوان دی چې غوښتل یې په خپل دې کار سره د امریکا متحده ایالاتو د پوځي او دیپلوماتیکو سیاستونو په اړه یو دیالوگ رامنځ ته کړي.