1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ويکيليکس ته معلومات ورکوونکی گرم پېژندل سوی

شمس الرحمان ناصر (دويچه ويله)۱۳۹۲ مرداد ۹, چهارشنبه

امریکايي سرتیری برادلي منينګ، ویکيلیکس انټرنټ پاڼي ته د دغه هیواد د محرمو اسنادو د ورکولو په تور ګرم بلل شوی دی، او له القاعدې شبکې سره د همکارۍ په برخه کې يې له محکمې څخه برات ترلاسه کړی دی.

https://p.dw.com/p/19HgR
U.S. Army Private First Class Bradley Manning (C) departs the courthouse at Fort Meade, Maryland July 30, 2013. A military judge on Tuesday found Manning not guilty of aiding the enemy - the most serious charge among many he faced for handing over documents to WikiLeaks. But Col. Denise Lind, in her verdict, found Manning, 25, guilty of 19 of the other 20 criminal counts in the biggest breach of classified information in the nation's history. REUTERS/Gary Cameron (UNITED STATES - Tags: CRIME LAW MILITARY POLITICS)
Bradley Manning Gericht 30.07.2013انځور: Reuters

د آلمان د خبري اژانس په حواله د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جولای ۳۰) د امریکامتحده ایالاتو په میري لینډ ایالت کې هغې محکمې چې د ۲۵ کلن امریکايي سرتیري منينګ قضیه یي څیړله خپله پریکړه اعلان کړه.

منينګ په۲۱ فقرو کي تورن وو چې له دې جملې څخه د ۱۹ تورنو په برخه کې د محکمې له خوا مجرم پيژندل شوی دی. په دغو تورونو کي یو تور دا وو چي هغه د امریکاد حکومت او پوځ اسناد په منظمه توګه د ویکيلیکس انټرنټ پاڼي په اختیار کې ورکړي ول.

بل مهم تور چې پر دغه امریکايي عسکر باندي لگول شوی دی، له دښمن یعني القاعدې شبکې سره مرسته کول وو، چې هغه په دې برخه کې له محکمې څخه براءت ترلاسه کړ. که چیري هغه له دښمن سره د همکارۍ په برخه کې مجرم پیژندل شوی وای، نو محکمې به هغه د ابدي بند په سزا محکوم کړی وای.

پر منينگ باندي په ۲۱ لگېدلو تورونو کي په ۱۹ کي تورن بلل سوی دی
پر منينگ باندي په ۲۱ لگېدلو تورونو کي په ۱۹ کي تورن بلل سوی دیانځور: Reuters

د بخښني نړیوال سازمان پخوا لا په دې اړه چي گويا منينګ دې له دښمن سره مرسته کړي وي نیوکه کړې وه او دا تور يې بې اساسه بللی وو. داسي ښکاري چي دغه امریکايي سرتیري به د هغو تورونو په برخه کې چې تر اوسه پکې ګرم پيژندل شوی دی لږ تر لږه په ۱۰۰ کاله بند محکوم شي.

ټاکل شوې ده په «فورت مید» کې نظامي محکمه چي د منينګ پر دوسيې باندي کار کوي ډیر ژر د هغه د سزا د اندازې په اړه خپل تصمیم ونیسي. د دغي پوځي محکمې د پریکړي نتيجه به په اګست میاشت کې اعلان شي.

ویکيلیکس انټرنټ پاڼې ته د اسنادو پر ورکړي اعتراف

برادلي منينګ د ۲۰۰۹ کال د نوامبر مياشتي څخه د۲۰۱۰ کال تر می میاشتي پوري په عراق کې د امریکايي سرتیرو د اطلاعاتي څېړونکي په توګه دنده ترسره کوله.

منينګ د خپلي دندې پر مهال تر۷۰۰ زرو زیات پوځي او دیپلوماتیک محرم اسناد د ویکېلیکس انټرنټ پاڼې په اختیار کې ورکړي دي.

دغه امریکايي سرتیري د۲۰۱۰ کال په می میاشت کې په بغداد کې د خپلي دندې پرمهال ونیول شو. هغه تیره ورځ په پوځي محکمه کي له ویکيلیکس سره پر همکارۍ او په مجموع کي پر لسو تورونو باندي اعتراف وکړ.

په عین وخت کې منينګ پر دې باندي ټینګار وکړ چې هغه دا کار د امریکا امنیت ته د زیان اړولو په هدف نه دی کړی.

همدارنګه پوځي محکمې منينګ د جاسوسۍ، انټرنټي غلا، په غیر قانوني ډول د محرمو اسنادو په ساتنه او په منظمه توګه ویکيلیکس انټرنټ پاڼې ته د محرمو اسنادو د ورکولو په تورونو مجرم پيژندلی دی.