په سوريه کې ښايي کیمیاوي وسلې کارول شوې وي
۱۳۹۳ اردیبهشت ۲, سهشنبهد امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت وياندي جن ساکي ويلي دي، داسي «نخښي نښانې» سته چي د سوريې په کورنۍ جگړه کښي دې بيا کيمياوي مواد کارول سوي وي: «اټکل کيږي چي صنعتي کيمياوي مواد کلور دې کارول سوي وي.»
د امریکايي چارواکو په خبره د کارول سوو موادو د نوعيت د معلومولو له پاره بايد دقيقي څیړني وسي. د دوی په خبره «داسي نه ښکاري چي کارول سوي کيمياوي مواد دي د ملگرو ملتونو د کيمياوي وسلو په ليست کي وي».
د سوريې پاڅونکوونکو يوار بيا د بشارلااسد رژيم د کيمياوي وسلو په کارولو تورن کړی دی. دوی ويلي دي چي د اسد ځواکونو تيره اوونۍ د «کفر زيتا» پر سيمه باندي کيمياوي وسلې کارولي دي. خو د سوريي حکومت بيا ويلي دي چي ياغيانو له کيمياوي وسلو څخه کار اخيستی دی.
د اسد مخالفانو ويلي دي چي د سوريې پوځ د «کفر زيتا» پر کوچني ښار باندي په يوه هوايي يرغل کي کيمياوي وسلې کارولي دي. دغه ښار د اسد رژيم د مخالفانو په ولکه کي دی.
د عيني شاهدانو په خبره په دغه سيمه کي تر بمباریو وروسته ځايي اوسیدونکو ته «تنفسي ستونزي» پيدا سوې دي. په لندن کي د سوريې د بشري حقونو فعالانو هم دغه خبر تائيد کړی دی. د اسد رژيم ويلي دي چي په دغه ښار کي د «النصره» ډلي د «کلور گاز» کارولی دی.
له سوریي څخه د کیمیايي وسلو ایستل
په ۲۰۱۳ کال کي دمشق ته نزدي د کیمیاوي وسلو کاروني تر سلو زيات کسان ووژل. هغه وخت لویدیځ هیوادونو د بشالااسد پر رژیم باندې تور ولگاوه چې د دغو وسلو د کاروني تر شا لاس لري. امریکا او فرانسې پر سوریي باندي د برید له پاره چمتوالی ونياوه خو د روسیې تر مداخلې وروسته داسې پریکړه وشوه چې سوریې دې د کیمیاوي وسلو له نظره خلع سلاح شي.
د دې په بدل کې امریکا متحده ایالاتو پر سوریې باندي له برید څخه ډډه وکړه او له دې هیواد څخه د کیمیاوي وسلو د ایستلو بهیر پیل سو. اوس د ملگرو ملتونو د کیمیايي وسلو د منع کولو سازمان د سوریې د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو مسئولیت پر غاړه لري.
د دې سازمان په وروستي رپوټ کي راغلي دي چې تر اوسه پوري د سوریې ۸۰ سنله کیمیاوي وسلې له منځه وړل سوي دي. دې سازمان زیاته کړې ده چي ډیر ژر به د سوریې د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو بهیر بشپړ سي.