1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«سعودي د امريکا ملګرۍ ته اړتيا لري»

احمد ولي اڅکزی/ کنيگ مېشايل۱۳۹۳ فروردین ۸, جمعه

د امريکا متحده ايالتو ولسمشر باراک اوباما، د جمعې په ورځ رياض ته ورسېد. هغه د سعودي له پاچا سره د سيمه ييزو مسايلو په اړه خبري کوي.

https://p.dw.com/p/1BXpu
انځور: picture-alliance/dpa

باراک اوباما په لومړي وار تر ولسمشر کېدو صرف نيم کال وروسته سعودي عربستان ته سفر وکړ. نوموړي هغه وخت د سعودي پاچا عبد الله بن عبد العزيز ال سعود سره وليدل. خو دغه ملاقات ډېر بريالی نه وو.

اوباما او د سعودي پاچا د منځني ختيځ په موضوع کي بېل نظرونه درلودل. ايا د دغه ملاقات له پاره مخکي له مخکي سم چمتو والی نه وو نيول سوی، ځکه چي و منځني ختيځ ته د اوباما د لومړي سفر پر مهال سعودي عربستان په اخره کي د سفر برخه وګرځول سو؟ يا ايا وجه دا وه چي د نوموړو مشرانو څخه يوه يا دواړو تر پلان سوي اجندا دباندي خبري وکړې؟ وجه چي هر څه وه، خو دغه ملاقات د دواړو ملګرو هیوادونو تر منځ د يو ډول سوړوالي د رامنځ ته کېدو سبب سو.

سټيون سايمن هغه وخت په سپينه ماڼۍ کي د منځني ختيځ د يو کارپوه په توګه کار کاوه. هغه د اوباما او پاچا عبدالله د لومړي ملاقات په هکله وايي: «دا يو ګټور ملاقات نه وو او د دواړو هيوادونو د اړيکو د لږ سړېدلو سبب وګرځېد. دغه ملاقات د دې سبب نه سو چي هغه لانجې چي دواړه هيوادونه يې د نظر د اختلاف له کبله اوس سره جلا کړي دي، هواري سي.»

د سعودي له دريځه له ۲۰۰۹مېلادي کال راهيسي حالات د سعودي په تاوان لا بدتره سوي دي. د عربي پسرلي په نوم تحولات نه یوازي دا چي په منځني ختيځ کي د حساس توازن د له منځه تلو سبب سول، بلکي په مصر کي د حسني مبارک پر راپروځول کېدو سره سعودي عربستان په سيمه کي له خپلو نژدو ملګرو څخه يو مهم ملګری له لاسه ورکړ.

د سعودي عربستان له پاره وضعيت هغه وخت لا پسې کړکېچن سو، کله چي د حسني مبارک تر راپرځول کېدو وروسته په سوريه کي د بشارلااسد پر ضد پاڅون پېل سو. دا په داسي حال کي چي سوريه د سعودي عربستان د حريف ايران ملګری رژيم دی.

په سوريه کي د درو کلنو راهيسي کورنۍ جګړه دوام لري او بشارلااسد لا پر خپله چوکۍ ناست دی. په داسي حال کي چي سعودي عربستان د سوريې رژيم د ړنګولو له پاره زياتي پيسې مصرف کړي دي. دغه هيواد اوس داسي احساس کوي چي د امريکا متحده ايالات ورسره د اسد په راپرځولو کي هيڅ مرسته نه کوي.

په ايران کي د ولسمشر په توګه د حسن روحاني ټاکل کېدل د سعودي عربستان له پاره يوه بله ضربه وه. هغه په دې دليل چي د روحاني په راتګ سره د سعودي د حريف ايران او متحده ايالتو اړيکي دومره بهتره سوې چي حتی د ايران د اټومي پروګرام پر سر يو عبوري تړون لاسليک سو.

سعودي عربستان او امريکا ښايي د اوباما د سفر په ترڅ کي داسي هڅه وکړي چي بېرته خپلي سړې سوي اړيکي تودې کړي او په دې توګه سيمي او نړۍ ته وښيي چي تر اوسه لا ټينګ ملګري دي. دا په دې دليل چي دواړه يو بل ته اړتيا لري.