په سوریه کې د زهرجن گاز د استعمالیدو ادعا
۱۳۹۳ فروردین ۲۴, یکشنبهد بشري حقونو سوریایي سازمان، چې اپوزیسیون ته ته نزدې گڼل کیږي، خبر ورکړی دی چې حکومتي جنگي الوتکو د حما ولایت پر «کفرزیتا» سیمې باندې د چاودیدونکو توکو بیلرونه غورځولي دي چې «ترې غلیظ دود او بوی» پورته شوی دی. ځایي اوسیدونکو د نفس تنگۍ او مسموم کیدو څخه شکایت کړی دی.
د فیس بوک پر ټولنیزه انټرنیټي شبکه د کفرزیتا فعالانو د «کلورگاز» د برید خبر ورکړی دی چې په پایله کې یې «تر سلو زیات د نفس تنگۍ» پیښې رامنځ ته شوي دي. د یو ټیوب پر انټرنیټي پاڼه داسې ویدیوگانې خپرې شوي دي چې په کې لیدل کیږي چې ماشومان او نارینه سخت ټوخیږي، او په مشکله سره ساه باسي.
لندن میشته د بشري حقونو سوریایي سازمان، خپل معلومات د فعالینو او روغتیا پالو د شبکې پر مټ راټولوي، خو د آزادو سرچینو له لوري دغه معلومات تائید شوي نه دي.
دولتي تلویزون د «النصره جبهه» د برید له پاره گرمه بولي
برخلاف، د سوریې دولتي تلویزون ادعا کړې ده چې د یاغیانو د «النصره جبهه» چې ویل کیږي د القاعدې له ترهگرې شبکې سره تړاو لري، په کفرزیتا کې د «کلور زهرجن گاز» استعمال کړی دی چې په پایله کې یې دوه تنه وژل شوي دي. د سوریې دولتي تلویزون وړاندې ویلي دي چې د برید په پایله کې نور سل تنه، د نفس تنگۍ له ستونزۍ سره مخامخ شوي دي. په دغه رپوټ کې وړاندې راغلي دي چې د النصره جبهه، د عدلیب ولایت په وادي دایف او د حما ولایت په موریق په سیمه کې دې ته ورته بریدونه پلان کړي دي.
د تیر کال د اگست په میاشت د سوریې پلازمینې دمشق ته څیرمه، د زهرجن گاز د استعمالیدو په پایله کې په سلگونو انسانان وژل شوي ول. تر نن ورځې نړیواله ټولنه پر دې ونه توانیدله چې د دغه برید اصلي عاملین په گوته کړي. لویدیځ هیوادونه د سوریې پر واکمن بشارالاسد باندې د دغه برید مسوولیت وراچوي.
د نړیوالې ټولنې د سترو احتجاجونو وروسته بشارالاسد، د سوریې د کیمیاوي وسلو د زیرمو له منځه وړلو سره توافق وکړ. د دغو کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو له پاره ملگرو ملتونو د روان میلادي کال د جولای تر ۳۰مې نیټې ضرب الاجل ټاکلی دی. خو ښایي دغه کار په ټاکلې موده کې تر سره نه شي، ځکه چې له سوریې څخه د کیمیاوي وسلو د انتقال په برخه کې ځنډ رامنځ ته شوی وو.
په حلب کې سخته جگړه
د فعالینو د وینا له مخې د سوریې په دویم ستر ښار حلب کې د حکومتي ځواکونو او یاغیانو تر منځ سخت جگړه ادامه لري. په ځانگړې توگه د حلب ښار د سهارا په سیمه کې د سوریې د هوایي ځواک د استخباراتي ادارې د مرکز پر سر جگړه ده. د دواړو اړخونو له لورې د درنې مرگ ژوبلې رپوټونه ورکړل شوي دي.