1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

احتمالاً لسگونه مهاجر د مقدونیې له پولې اوښتي دي

AFP۱۳۹۵ اردیبهشت ۵, یکشنبه

د یونان ایدومیني کمپ څخه لسگونه مهاجر په دې توانیدلي چې له اوونیو را پدیخوا تړل شویو پولو څخه تیر او ځانونه مقدونيې ته ورسوي.

https://p.dw.com/p/1IbnX
انځور: Reuters/S. Nenov

د فرانسې خبري آژانس ( ای. اف. پي) د یو عکاس د رپوټ له مخې، خلک د شنبې په ورځ د گِوگِلیا په نوم یوې سیمې ته نژدې له پولې څخه واوښتل او د شمال پر لور یې خپل لاریون ته دوام ورکړ، چې له هغه ځایه بیا لادرکه شول.

دغو مهاجرو چې د ایدومیني له کمپ څخه یې تر سرحدي دروازې پورې درې ساعته پلې مزل وهلی وو، په ډله کې یې زیاد شمیر ښځينه او ماشومان لیدل شوي دي.

د فرانس پرس عکاس چې د خپلو ملګرو سره گِوگِلیا ته نژدې سیمې څخه تیریده وویل چې تر ۵۰ پورې کسان یې وشمیرل چې ورپسې به احتمالا «ګن شمیر» نورو مهاجرو هم هڅه کړي وي چې له دغې سرحدي سیمې څخه واوړي.

دغې ډلې خپل لاریون د شمال پر لور پر مخ وړه چې احتمالا تر صربستان پورې به تللي وي.

د مقدوني د پولیسو یوه ویاند په اسکوپيه کې فرانس پرس ته وویل چی دی له دغې پيښې څخه هیڅ خبر نلري. هغه زیاته کړه چې دوی د پولې څخه د تیریدو په مقصد« هره ورځ د دغه شان ناقانونه هڅو شاهدان وي». د پولیسو ویاند زیاته کړه: « پولیس تر خپل آخري توان پورې د پولو د ساتلو د پاره خپلې هڅې کوي».

د یونان په ایدومیني کمپ کې وضعیت ترینګلی دی. هلته په زرونه مهاجر په ډير بد او غیر انساني حالت کې بند پاتې دي. د جمعې ورځ په ماښام په دغه کمپ کې یوه ډله افغانان او پاکستانیان خپلو کې سره ونښتل. د وهلو ټکولو په پایله کې څلور پاکستانیان د وراوښتو ټپونو له امله، د درملنې په موخه روغتون ته ورسول شول.

دغه ځای کې تم شوي مهاجر د مقدونيې پر لور د یونان د تړل شویو پولو د خوشې کیدو غوښتونکي دي. اکثره مهاجر غواړي چې له دغه ځای څخه د آلمان او یا هم د اسکاندیناوي هیوادونو پر لور لاړ شي.

له دغه مسیر څخه په تیرو پر لپسې میاشتو کې لسگونه زره مهاجر تیر شول. له څو اوونیو را پدیخوا چې مقدونيې، اسلوانیا او کراوسیا خپلې پولې تړلي دي، اوس دغه لار د مهاجرو پر مخ تړلې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب