1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سلگونو مهاجرو د مقدونیا پر سرحد هجوم راوړ

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۵ فروردین ۲۲, یکشنبه

د ایډویمني په سرحدي سیمه کې وضعیت یو وار بیا ترینگلې شوی دی. د مقدونیا په سرحد کې پولیسو د سلگونو کډوالو پر ضد له تاوتریخوالي څخه کار اخیستی. کډوالو د یونان او مقدونیا تر منځ پر سرحدي پولی هجوم ور وړی وو.

https://p.dw.com/p/1ISrM
انځور: Reuters/M. Djurica

په سلگونو مهاجرو د مقدونیا په سرحد کې له سرحدي موانعو څخه د تیریدو هڅه وکړه. دغه سیمې دیوال دقیق پر سرحدي پولې نه، بلکې د مقدونیا په خاوره کې څومره دننه جوړ شوې وو.

د یونان د «کاتیمیریني» ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ، د مقدونیا امنیتي ځواکونو د دغو مهاجرو د تیت او پرک کولو له پاره د اوښکي بهونکي گاز او پټاکۍ ډوله لاسي بمونو څخه کار واخیست.

د یونان پولیسو او د دغه هیواد «ای.آر.ټي» تلویزوني شبکې ویلي دي چې یو شمیر مهاجر د اوښکي بهونکي گاز تر استعمال وروسته پر مځکه ولویدل. خبریالانو هم رپوټ ورکړی دی چې په دې ترڅ کې یوشمیر خلک ټپیان شوي چې بیا تر درملنې لاندی ونیول شول.

په سیمه کې د خبریالانو له خوا په اخیستل شوو ویډگانو کې لیدل کیږي چې خلک په ډیرې چټکۍ سره د سرحدي موانعو پر لور حرکت کوي. په دغو ویډیوگانو کې همدا راز لیدل کیږي چې څنگه دوی امنیتي ځواکونه په ډبرو ولي او بالمقابل هغوې پرې اوښکي بهونکی گاز او پټاکۍ ډوله لاسي بمونه استعمالوي او د سلگونو چاودنو غږونه اوریدل کیږي.

په سلگونو مهاجرو د مقدونیا په سرحد کې له سرحدي موانعو څخه د تیریدو هڅه وکړه.
په سلگونو مهاجرو د مقدونیا په سرحد کې له سرحدي موانعو څخه د تیریدو هڅه وکړه.انځور: Reuters/M. Djurica

د مقدونیا پولیسو په سرحدي سیمه کې نا آرامۍ تائيدوي، خو له اوښکي بهونکي گاز او لاسي بمونو څخه کار اخیستنه بیا ردوي او د دې کار پړه د یونان پر پولیسو ور اچولې.

د یوناني رسنیو په حواله د وضعیت د خرابیدو دلیل په عربي ژبه خپره شوې هغه شبنامه وه چې د شنبې په ورځ د ایډومیني په کمپ کې ویشل شوې وه. په دې شبنامه کې په دغه کمپ کې د شاوخوا ۱۱ زرو مهاجرو څخه غوښتل شوې وو چې د یکشنبې ورځې په سحر دې د مقدونیا د سرحد پر لور یو لاریون ترسره کړي.

د یوناني رسنیو په حواله دغه پيغام په ډیرې چټکۍ سره سرحد ته نږدې نورو کمپونو کې هم خپور شو، او مهاجر په دې هیله چې د یکشنبې ورځ ده او وبه کولې شي چې له سرحدي پولې تیر شي، ایډومیني ته راغلي ول.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب