1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ايدوميني کي د مهاجرو د پاڅون وېره

۱۳۹۵ فروردین ۲۲, یکشنبه

د یونان په شمال کې د ایډومیني په سرحدي ښار کې په عربي ژبه نوې شبنامې خپرې شوي دي. د دغو شبنامو د خپریدو له امله د یونان امنیتي ځواکونو ته د تیارسئ په حالت کې د پاتې کیدو امر شوی دی.

https://p.dw.com/p/1ISjZ
انځور: DW/P. Kouparanis

د اتینا ۹۸۴، په نامه یوناني راډیو رپوټ ورکړی دی چې د زحمتونو او کړاونو په دغه کمپ کې له تر ۱۱۰۰۰ ډیرو کډوالو او مهاجرو غوښتل شوي دي چې د یکشنبې ورځې د سحر په ۹ بجو دې د مقدونیا د سرحد په لور یو مارش ترسره کړي.

دا چې دغه شابنامې د چا له خوا ویشل شوي او د بریښنا په پایو کې زړول شوي دي تر اوسه پورې نه ده معلومه شوې.

مخکې تر دې د مارچ میاشتې په اوسطو کې هم دې ته ورته شبنامې خپرې ویشل شوې وې. په دغو شبنامو کې هم له مهاجرو غوښتل شوي ول چې پر سرحدې پولې هجوم راوړ.

په هغه وخت کې هم شاوخوا ۲۰۰۰ کډوالو له یوه څپانده سرحدي رود څخه د تیریدو هڅه کړی وه. په دې ترڅ کې دری تنه انسانو په اوبو کې د ډوبیدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

هغو کسانو چې وکولې شول تر مقدونیا پورې ځان ورسوي، بې له ځنډه د مقدونیا د سیمه ییزو امنیتي ځواکونو له خوا بیرته واستول شول. د یونان رسنۍ اټکل کوي چې د دې خطر لرونکي اقدام تر شا به فعالان لاس ولري.

په یونان کې ورځ تر بلې پر داوطلبه مرستندویانو باندی انتقاد مخ پر ډیریدو دی. ویل کیږي چې دوی ترې یوې اندازې خپل سیاسي موخې چې د سرحدونو خلاصیدل دي تعقیبوي.