1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

۷ يزدي مېرمنې وايي په آلمان کې يې داعشي شکنجه کوونکي ليدلي

۱۳۹۷ شهریور ۳, شنبه

د اشواق حاجي حميد طلوع په نوم يزدي مېرمني وروسته اوس ۷ نورو يزدي مېرمنو ويلي چې په آلمان کې يې د داعش هغه کسان ليدلي چې دوی يې شکنجه کړي وې.

https://p.dw.com/p/33k8g
27.11.2015 DW Doku Jesidin

داعش د عراق او سوريې په کورنۍ جګړه کې د لږکيو ګڼ شمېر ښځې او ماشومان د غلامانو په توګه ونيول او د هغوی خريد و فروخت يې کاوه. د آلمان په رسنيو کې هغه وخت يو راپور هېښتيا رامنځ ته کړه کله چې آلمان ته رامهاجرې شوي يوې يزدي مېرمني، اشواق حاجي حميد طلوع، وويل چې د آلمان په شتوت ګارت ښار کې يې هغه پخوانی داعشي جنګيالی ليدلی، چې په وينا دغه مېرمنه يې مينځه کړې وه. دغه خبر د آلمان خبري آژانس د ۲۰۱۸ کال د اګست په ۲۳مه نېټه خپور کړی دی.

خو اوس ۷ نورو يزدي مېرمنو ويلي چې د آلمان په بادن ويورتمبېرګ ايالت کې يې د داعش هغه جنګيالي ليدلي دي چې دوی يې شکنجه کړي وې. دا خبره د کورنيو چارو د وزارت وياند د چهارشنبې په ورځ په شتوت ګارد کي وکړه. د دغه وياند په وينا په دغو ادعا کې داسي ادعاوي هم شاملې دي چې د آلمان چارواکو د پلټنو وروسته ناسمې بللي دي.

د اشواق په نوم ځوانه مېرمنه چې په لومړي ځل يې په دې تړاو ږغ پورته کړی ؤ، پر آلماني پوليسو يې تور لګولی ؤ چې هغوی د دغې قضيې د څېړلو په ترڅ کې بې غوري کړې ده.

Deutschland -  Ashway Haji Hamid - Jesidin aus dem Irak
انځور: privat

آلماني چارواکو ويلي ول چې په عراق کې د داعشيانو له بند څخه د تښتيدلې او بيا آلمان ته راغلې يزدې نجلۍ اشواق د ادعاؤ څېړنه کوي. اشواق ويلي ول چې په آلمان کې له هغه داعشي سره مخ سوې وه چې هغه يې په پيسو اخيستې او بیا یې شکنجه کړې وه.

د آلماني څارنوالانو په حواله دوی د هغې يزدي نجلۍ د ادعاو په اړه څيړنو ته تيار دي چې ويلي يې ول چې په آلمان کې له هغه داعشي جهادي سره دوه ځلې مخامخ سوې چې دا يې په عراق کې تښتولې وه. آلماني چارواکو په دې اړه هغه رپوټونه رد کړي دي چې ګواکې له دې موضوع سره دلچسپي نه لري.

د اسوشيېتد پرس خبري آژانس د آلمان د استناف محکمې د وياندې فراوکه کوهلر له قوله ليکي چې «چارواکي د دغه جهادي کس د پيژندنې له پاره د يزدي نجلۍ له خوا د ډيرو تفصيلاتو ورکړې ته اړتيا لري.» کوهلر د شنبې په ورځ و يو خبرې آژانس ته وويل:«له دغې ځوانې نجلۍ سره مرکه شوې ده خو په هغې کې ترلاسه شوي معلومات کافي نه دي.»

کوهلر زياته کړه چې اوس چارواکي د دغې قضيې په اړه د معلوماتو پر راټولو بوخت دي خو دا په داسې حال کې ده چې دغه يزدي نجلۍ مخکې له دې چې ورڅخه د موضوع په تړاو ډير معلومات ترلاسه شي له آلمان څخه وتلې ده.

۱۹ کلنۍ يزدي نجلۍ اشواق حاجي حميد، چې د عراق د يزید له مذهبي اقليت څخه ده، ويلي دي چې هغې د ۲۰۱۸م کال په فبرورۍ مياشت کې د خپل داعشي تښتونکي له ليدلو وروسته، پوليسو ته خبر ورکړی ؤ. اشواق ويلې دي چې چارواکو ورته د تيلفون يوه عاجله شمېره ورکړې وه او له دې پرته ورسره نوره کومه مرسته نه وه شوې.

د استیناف محکمې وياندې کوهلر هغه رپوټونه رد کړل چې ګواکې دغه دفتر د يزدي نجلۍ له قضيې سره دلچسپي نه ده ښکاره کړې. هغه وویل: «که چېرې موږ د دغې قضيې په تړاو داسې امکانات ولرو چې يو کس ونيسو، نو پر وړاندې يې په فوري توګه عمل کوو. که چېرته په دې تړاو موږ ډېر معلومات ترلاسه کړل نو هغه به په منطقي توګه د پای تر حده تعقيب کړو.»

کوهلر ويلي دي چې د دغې قضيې په تړاو آلمان ته د يزدي نجلۍ اشواق راتلل په کار دي، ځکه دا يوه قانوني اړتيا ده.

انفومیگرانتس / مهاجر نیوز پښتو