۲۰۰ کاله بایسکل، رنگارنگې او حیرانونکی اختراعوې
۲۰۰ کاله مخکی کارل فرای هیر فون درایس، د لومړي ځل له پاره په خپل لاس جوړ سوي بایسکل سره روان سو. په دې ډول لومړنی بایسکل اخترع سو. بایسکلونو د ۱۸۱۷ څخه تر ۲۰۱۷ کلونو پوری بیلابیل شکلونه ځانته نیولي دي.
لومړنی بایسکل
کارل فرای هیر فون درایس په اصل کي د ځنگله ساتونکی وو. په فزیک او الجبر کي یې ډیر استعداد درلود. د هغه ځینو نورو اخترعو ته نورو پلټونکو پرمختگ ورکړ. د مثال په ډول «پرته له آسه گاډی» چي وروسته د درایس په ریلگاډي مشهور سو. د نوموړي تر ټوله لویه اخترع لومړنی بایسکل وو چي ورته د تگ څرخ یا ماشین هم ویل کیده. نن ورځ ماشومان د دغه ډول عرابه ایزه آلې په مرسته بایسکل چلول زده کوي.
لومړنی پایډل لرونکی بایسکل
په ۱۸۶۱ کال کي فرانسوي پییر میشاو د خپل هیواد وال فون درایس بایسکل ته وده ورکړه او په دې ډول یې لومړنی رکاب لرونکی بایسکل اختراع کړ. خو هغه نور ډیر هوسا نه ښکاریده . پر مخکینۍ عرابې یې باید په قوت سره فشار راوستل سوی وای. د بلی خوا سړي نه غوښتل له هغه څخه لاندی راوغورځي.
راتلونکی نسل ، جگ بایسکل
په ۱۸۷۰م کال کي بریتانوي جیمز ستارلي هغه ته نوره وده هم ورکړه او په دې ترتیب سره یې د «آریل» په نامه د جگ بایسکل جوړول وو.که څه هم دا ډول بایسکل ډیر تیز وو خو پر هغه باندی سپریدل هم آسانه نه وو او په یوازی سر سړي نه سوای کولای پرې سپور سي. د بلی خوا له هغه څخه رالویدل هم ښایی د انسان د ژوند په بیه تمام سوي وای.
د بایسکل ځغلونې لومړنۍ سیالي
په ۱۸۹۰م کال کي بایسکلونه نور هم ډاډمن سول. په دې ډول د ۱۹۰۳ کال د جولای پرلومړۍ نیټه، په پاریس کي د لومړي ځل له پاره د «تور دې فرانس» سیالۍ د همدو بایسکلونو او شپیتو بایسکل ځغلونکو په واسطه تر سره سوې. هغوی د لیون، مارسېل، تولوس، بوردوکس او نانتیز له ښارونو تیر او بیرته پاریس ته راستانه سول. تر ۲۴۲۸ کیلومتره لاره وهلو وروسته فرانسوي ماوریس گارین نوموړې سیالي وگټله.
څو کسیزه بایسکل
د ۱۸۹۵م کال په دغه انځور کی د «آدم اوپل» په نامه د موټړ جوړولو شرکت بڼسټ ایښودونکي، زامن لیدل کیږي. هغوی ټول تکړه بایسکل ځغلوونکي ول او په دې ډول یې د اوپل بایسکلونه مشهور هم کړل. په ۱۹۲۰ کال کی د اوپل د کمپنۍ بایسکلونو چی اوس یې موټر نړیوال شهرت لري، په نړۍ کی ډیر شهرت وموند.
له جگړو څخه پاته ورانیو کی بایسکل ځغلونه
د دې له پاره چی د دوهمې نړیوالې جگړې غمجن خاطرات له ذهنه وایستل سي، انسانانو باید نوو اختراعو ته مخه کړې وای. په آلمان کي تر جگړې وروسته هیڅ هم نه وو پاته. په دې ډول انسانانو له هغه څه چی په لاس کی ول گټه اخیستله. د ۱۹۵۳م کال په دغه انځور کي، کوچنیانو او نوو ځوانانو د جگړو له وختونو په رامنځته سوې کنده کی د بایسکل ځغلونی یو ځای جوړ کړی.
د نړۍ تر ټولو دروند او ستر بایسکل
د نړیوال ریکارډ د ټینگولو په هدف، فرانک دوزه مجبور وو چی ۱۰۸۰ کیلو دروند او خطرناکه بایسکل تر ۱۰۰ متره پوری، په خپل ټول قوت سره وچلوي. د دغه ستر بایسکل په جوړولو کي د زړې لارۍ له ټایرونو څخه کار اخیستل سوی دی.
د یوې کولو د آلې څخه جوړ سوی بایسکل
دغه حیرانوونکی بایسکل واقعاً د مځکی د یوې کولو له ۱۱۱ آلو څخه جوړ سوی دی. نوموړی بایسکل څلور متره اوږد او دوه متره جگ دی. بل دا چی هغه واقعاً سړی چلولی سی.
دا ډول بایسکل بیا څنگه چلیږي؟
د بایسکلونو د کلکسیون خاوند اولریش تایگه بیا ځانگړي بایسکلونه خوښوي. هغه په خپل موزیم کی د بایسکلونو، ریکشاگانو او نورو عرابه لرونکو نقلیه وسایلو کم یابه ډولونه راټول کړي دي. یو له هغو څخه دغه دوه کسیزه بایسکل دی. جالبه دا ده چی دغه بایسکل هغه وخت حرکت کولای سی چی یو نفر پر پایډل باندی مخی ته پښه ووهی او هغه بل بیا شاته.
پر بایسکل باندی د ټولی نړۍ سفر
له باڼس څخه جوړ سوي بایسکلونه دومره مطمین دي چی سړی کولای سي ورباندی ټوله نړۍ وویني. کارینا او تیم پوستر چی په عکس کی لیدل کیږي ، له هامبورگ څخه نیولې بیا د چین تر لوی ښار چینگدو پوری پر دغه ډول بایسکل باندی سفر وکړ. د جرمنی او گانا هیواد په گډه اجتماعی پروژه کي جوړ سوي دغه ډول بایسکلونه تر ۱۲ زره کیلومتره پوری لار ، پرته له خنډ څخه وهلای سي..
پنځه عرابه ایزه بایسکل
په پیکنگ کی د ۲۰۰۸ المپیک لوبو په مناسبت دغه بایسکل چلوونکي له دوه عرابه ایزه بایسکل څخه یو پنځه عرابه ایزه بایسکل جوړ کړ. په دې ډول هغه وکولای سول په پیکنگ کی د المپیک له کړیو څخه تیر سي.
د نهو میلیونو بایسکل لرونکو ښار
که څه هم په دغه ښار کي ډیر موټر هم تر سترگو کیږي، خو اوس هم په پیکنگ کي نهه میلیونه بایسکلونه تگ راتگ وي.
خطرناکه ترانسپورتی وسیله
له کلونو راهیسی له بایسکل سره د ښه او یا هم بد چلند په برخه کی د نړۍ هیوادونه ارزول کیږي. د ایتوپیا هیواد پلازمینه ادیس ابابا، د خرابو سړکونو، حیوناتو د رمو او بې مسوولیته موټر چلوونکو له امله تر ټولو شاته ده. خو بیا هم د هغه اوسیدونکي په دې ډول خپل څاروي له یوه ځایه بل ځای ته انتقالوي. خو برعکس د دنمارک پایتخت کوپن هاگن بیا لومړی ځای لري.
د واده د گاډۍ پر ځای بایسکل
په داسي حال کی چی ځینی کسان د خپل واده له پاره گرانبیه موټر کرایه کوي، دغه تازه جوړه بیا غواړی له بایسکل څخه کار واخلي. په واده کی له بایسکل څخه گټه اخیستنه اوس عامه سوې ده. د مثال په ډول د نامتو سندرغاړې «بیونسې» خور هم له خپل راتلونکي میړه سره پر سپین بایسکل باندی د نکاح مراسمو ته راحاضره سوه.