1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

۲۰ کډوال له تندې مړه شوي، په مدیترانه کې کښتۍ ډوبه شوې

۱۴۰۱ تیر ۹, پنجشنبه

د ليبیا په دښته کې د شلو کډوالو جسدونه موندل شوي دي. همدا راز په يوه بله پېښه کې يوه کښتۍ په مديترانه کې ډوبه شوې چې لږ تر لږه ۳۰ تنه پکې سپاره ول.

https://p.dw.com/p/4DSFM
Libyen Leichen angespülter Migranten bei Kufra
انځور: Kufra Ambulance Service/Ibrahim Belhasan via REUTERS

د ليبيا مرستندويه کارکوونکو د چاد هېواد پولې ته نزدې دښته کې ۲۰ جسدونه موندلي دي. داسې انګيرل کيږي چې دا مړي د کډوالو وي. جسدونه د کفره په نوم ښار په سويل لوېديځ کې د ۳۲۰ کيلومترو په واټن کې د يوې بار وړونکې لارۍ په خوا کې موندل شوي دي.

له تندې مړينه

د کفره د امبولانس د خدماتو عملې ويلي دي: «په ريګستان کې ۲۰ جسدونه موندل شوي چې د دوی د خرابې شوې نقلیه وسيلې ترڅنګ پراته ول.  دغه موټر له چاد څخه دې ځایه ته رسېدلی وو او د ليبیا په خاوره کې وو.» زياته شوې: «په لارۍ کې سپاره ټول کسان له تندې مړه شوي.»

د امبولانس عملې ويلي دي چې د جسدونو په اړه ورته معلومات يوه لارۍ چلوونکي ورکړي دي چې په دغه دښته کې یې سفر کاوه.

د کفره د امبولانس خدماتو مشر ابراهيم بوالحسن د رويترز خبري آژانس ته د تليفون له لارې وويل: «ښايي موټر چلوونکي لاره ورکه کړي وي او زموږ په آند دا کسان کابو ۱۴ ورځې تر مخه مړه شوي دي ځکه چې د موبايل تليفون له لارې وروستی زنګ د جون پر ۱۳مه نیټه وهل شوی وو.»

د کښتۍ غرقيدو په پېښه کې ۳۰ کسان لادرکه دي

په يوه بله پېښه کې د ليبيا له سرحد څخه لیرې يوه کوچنۍ ربړي کښتۍ په اوبه کې ډوبه شوې ده. په کښتۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۰ کسان سپاره ول.

د بې سرحده ډاکترانو ټولنې «ام اس اف» د چهارشنبې په ورځ ويلي چې دا کښتۍ د منځنۍ مديترانې له يوه خطرناک مسير څخه تېريدله. دغه ټولنې زياته کړې چې يوه ډله یې کښتۍ ته رسېدلې ده او يو شمير کسان یې ژغورلي هم دي. زياته شوې چې په لادرکه شويو کې ۵ ښځې او ۸ ماشومان شامل دي او داسې ګمان کیږي چې هغوی به مړه شوي وي.

Europa | Seenotrettung im Mittelmeer
انځور: Renata Brito/AP Photo/picture alliance

انساني قاچاق وړونکو له جنايت کارو ډلو سره لاس يو کړی دی او د سياسي بې ثباتۍ ښکار هېواد لیبیا یې هدف ګرځولی. قاچاق کوونکي په زرونه کسان د مديترانې سمندرګي له خطرناکې لارې په غير قانوني توګه اروپايي هېوادونه ته د رسولو هڅه کوي.

کډوال د ګڼو ستونزو ښکار دي

د کډوالو د مړينې او لادرکه کیدو په اړه ارقام راټولوونکي ټولنې د معلوماتو په حواله په مديترانه کې له ۲۰۱۴م راهيسې تر اوسه ۲۴ زره ۲۳۴ کسان لادرکه شوي دي. 

يوازې خطرناکه سمندري لاره او دغه سخت سفر د کډوالو له پاره يوازینۍ ننګونه نه ده، بلکې د بشري حقونو د ټولنو او ملګرو ملتونو په حواله دا کسان له نورو ډېرو ستونزو سره هم مخامخ کيږي. په ليبیا کې په کمپونو کې ميشت دا کسان د جنسي تیري او ځورونې هدف هم ګرځي.

د ملګرو ملتونو يو کميسيون به په راتلونکې اونۍ کې د بشري حقونو په شورا کې په دې اړه خپل رپوټ هم وړاندې کړي.

ب. ص/ س. ر (AFP, Reuters, AP)

زموږ له آرشيف څخه: