1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

۱۸ کاله جګړه: ټول افغان ماشومان له جګړې اغیزمن شوی

۱۳۹۸ مهر ۱۵, دوشنبه

له نن څخه ۱۸ کاله مخکې په همدې ورځ په افغانستان کې د طالبانو او نړیوالو ځواکونو ترمنځ جګړه پيل شوې وه. له ماشومانو څخه د ملاتړ نړیوال سازمان د جګړې له ټولو ښکیلو اړخونو غوښتي دي چې د ماشومانو حفاظت او ساتنه وکړي.

https://p.dw.com/p/3Qpwh
Schüler in den Trümmern nach dem Anschlag in Kabul
انځور له آرشیف څخه: دوه افغان ماشومان پخپل ښوونځي کې تر انفجار وروستهانځور: Getty Images/W. Kohsar

له ماشومانو څخه د ملاتړ نړیوال سازمان (سیف دي چیلډرن) په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د نظامي مداخلې د پیل د اتلسیمې کلیزې په ورځ، په دغه هیواد کې د ماشومانو د ناخوال وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر د یولسمې نیټې تر ترهګریزو بریدونو وروسته د همدې کال د اکتوبر میاشتې پر اوومه نیټه په افغانستان کې خپل پوځي عملیات پيل کړل. که څه هم دغه عملیات د طالبانو د واکمنۍ په ختمیدو تمامه شوه، خو د دغې ډلې پر وړاندې جګړه اوس هم روانه ده.

نوموړي سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې هر ماشوم چې ۱۸ کاله مخکې په همدې ورځ په افغانستان کې زیږیدلی دی په جګړه کې لوی شوی او شخړې او جګړې یي تجربه کړي دي.

سیف دي چیلډرن اټکل کوي چې هره ورځ شاخوا ۲۰ میلیونه افغان ماشومان د ماینونو د انفجار، پر سړکونو، ښوونځي او یا هم په کور کې د وژل کیدو احتمال له ویرې سره له خوبه را ویښيږي.

سما یوسفي چې په جګړې کې اتلس کلنه شوې ده له دویچه ویله سره د خپلو همزولو ترمنځ د ناستې پاستې کیسه کوي او وایي: »کله چې زه له خپلو ملګرو سره خبرې کوم یا قصې کوو پلرونه او یا یي ورونه شهیدان شوي دي، دوی په همدې حکومت کې سرتیري ول او شهیدان شوي دي. ډيره خوشینې کیږم او دا احساسوم چې د پلار نه لرل څومره سخت دی. دا احساسوم چې د پلار او یو سرپرست نه شتون څومره هغوی ته سخت دی.«

له ماشومانو څخه د حفاظت سازمان ارقام ښيې چې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ تر ۱۲۵۰۰ ډیر ماشومان په افغانستان کې وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي. زیاته شوې ده چې په همدې موده کې ۲۷۴ ماشومان په پوځي لیکو کې ګمارل شوي دي.

په افغانستان کې د نوموړي سازمان مشر اون وان مانن، ویلي دي : «تصور وکړئ چې په ۱۸ کلنۍ کې د ژوند په ټولو کلونو او ماشومتوب کې مو بی له جګړې او شخړې بل څه نه وي تجربه کړي. په افغانستان کې ژوند د چاودنو د روزمره خطر او د غیر مصئونیت په دلیل له ښوونځي څخه محروم کیدل، او دا چې نه پوهیږئ آیا مور پلار یا خویندې ورونه مو بیرته روغ رمټ کور ته ستنیږي او که نه؟»

Afghanistan Kinder und Soldat
جګړې او شخړې هره ورځ له افغان ماشومانو قرباني اخليانځور: AFP/Getty Images

نوموړي په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتیدو انديښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې یوازې د ۲۰۱۹م کال په اګست میاشت کې په اوسط ډول د ورځې ۷۴ تنه وژل شوي دي. هغه دغه ارقام ټکان ورکونکي وبلل.

له ښوونځي څخه د ماشومانو بی برخې کیدل

د دغه سازمان د رپوټ پر بنسټ تر ۳،۷ سلنه ډیر ماشومان په افغانستان کې ښوونځي ته لاسرسی نه لري چې ۶۰ سلنه یي نجوني دي. د ماشومانو د حفاظت بین المللي سازمان زیاتوي چې یوازې په ۲۰۱۸ م کال کې د جګړو او شخړو په پایله کې په افغانستان کې ۷۰۰ ښوونځي تړل شوي دي.

بشري مرستو ته د ماشومانو نه لاس رسی

بی وزلي او فقر یوه بله ستونزه ده چې افغان ماشومان ورسره لاس او ګریوان دي او هغه ماشومان چې اوس ۱۸ کلن شوي دي له کلونو راهیسې له دې امله رنځ وړي.

رپوټ زیاتوي چې ۳،۸ میلیونه ماشومان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري او شاوخوا ۶۰۰ زره یي سوء تغذي شوي دي.

د نوموړي سازمان موندنې ښيې چې د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ تر ۸۰۰ ډير ملکي کسان د ماینونو او نورو منفجره موادو قرباني شوي چې تر ۸۴ سلنه ډیر یي ماشومان دي.

همدارنګه د هغو ۲۸۰ زرو تنو نیمایي یي ماشومان دي چې سږکال د جګړو له امله له خپلو کورنو بی ځایه شوي دي.

سیف دي چیلډرن د افغانستان په جګړه کې له ټولو ښکیلو خواو غوښتي دي چې د ماشومانو حفاظت او ساتنه وکړي، څو دوی وکولی شي د امن په فضاء کې ښوونځي ته لاړ شي.

دویچه ویله دری/ش.ا /ش.ن/ن.ز