1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

۱۰۰۰۰ امنیتي کسانو د السوادور یو ښار محاصره کړ

۱۴۰۱ آذر ۱۳, یکشنبه

لسو زرو عسکرو او پولیسو پرون شنبه د السوادور لوی ښار، سویاپاګو محاصره او په شکمنو جنايي بانډونو پسي یې پلټني وکړې.

https://p.dw.com/p/4KRs9
El Salvador Soldaten und Polizisten gehen gegen Banden vor
انځور: Salvador Melendez/AP/dpa/picture alliance

لکه څنګه چي د السوادور جمهوررئیس، ناییب بوکېلا په تویت کي خبر ورکړی دی، په عین حال کي امنیتي قواوو د پایتخت سان السوادور سره نژدې ښار کي په شکمنو جنايي بانډونو پسي پلټني وکړې.
دردغه هیواد د دفاع وزیر، رینو میرینو ویلي دي چي« عملیات مستقیماً د جنايي بانډونو هغو غړو ته متوجه دي، چي اوس هم په ښار کي پټ دي او خلکو ته تاوانونه پيښوي. په خبره یې دغه عملیات عامو خلکو ته متوجه ندي او د عملیاتو په جریان کي د بشر حقوق مراعتوي.