1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوې ۶۷ کلنې چینایي ښځې ماشوم زیږولی دی

۱۳۹۸ آبان ۶, دوشنبه

یوې ۶۷ کلنې چینایي ښځې چې په طبیعي ډول حامله شوې وه، روغ رمټ ماشوم زیږولی دی. نوې زیږیدلې ماشومې د جمعې په ورځ د عملیاتو په پایله کې نړۍ ته سترګې پرانیستي.

https://p.dw.com/p/3S5OP
Symbolbild Baby
انځور: picture-alliance/dpa/A. Burgi

د چين په ختیځ زاوژوانګ ښار کې ۶۷ کلنه تیان او میړه یي هووانګ، په دغه هیواد کې تر ټولو د پاخه عمر مور پلار دي چې ماشوم زیږوي. د دغې نوې زیږدلې ماشومې ۶۸ کلن پلار د  (guancha.cn)خبري انټرنټ پاڼې ته ویلي دي: «دا ماشومه مونږ دواړو ته د الهي تحفه ده.»

د «ګلوبل ټایمز» چینایي ورځپاڼې په حواله مور او پلار یي پر دې نجلۍ تیانچي نوم ایښی دی چې په چینایي ژبه کې د الهي تحفې معنی ورکوي.

د یادې ورځپاڼې په حواله د دې ماشومې مور مخکې تر دې دوه ماشومان زیږولي وو چې دویم ماشوم یي په ۱۹۷۷م کال کې په چین کې د یو ماشوم زیږونې قانون تر وضع کیدو مخکې نړۍ ته سترګې پرانیستې وې.

خو په ټولنیزو شبکو کې د دې ماشوم پر زیږونې سختې نیوکې شوي دي. یو شمیر کارونکو د دغې ماشومې مور او پلار په خودخواهي تورن کړي دي او ویلي یي دي چې دوی به ونه توانیږي په دې عمر کې په سمه توګه د دغې ماشومې روزنه او پالنه وکړي.

یو شمیر نورو بیا ویلي دي چې د عمر د زیاتوالي له امله به د دغې ماشومې د روزنې او پالنې فشار د دې جوړې د مشرانو اولادونو پر غاړه واچول شي.

ځینو بیا دا پوښتنه مطرح کړې ده چې آیا دغه مور او پلار به له هغه قانون څخه د سرغړونې په تور چې یوازې د دوو ماشومانو درلودلو ته اجازه ورکوي، تر قانوني تعقیب لاندې ونیول شي؟

د اکنومیکس انټلیجنټ په نامه د یوه مشورتي شرکت د څیړنو له مخې د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۶م کلونو ترمنځ په چین کې د هغو پاخه عمر لرونکو ښځو شمیر چې ماشومان یي زیږولي دي له ۲۴،۳ سلنې څخه ۲۶،۹ سلنې ته لوړ شوی دی.

خو په چین کې د یوه ماشوم درلودلو قانون تر لغوه او دوو ماشومانو درلودلو ته د اجازې سربیره په دغه هیواد کې د ماشوم زیږولو کچه چندان نه ده لوړه شوې. دا په داسې حال کې ده چې له دې امکان څخه په استفادې، تر ټولو ډیر د پاخه عمر درلودونکي کسان د دویم ماشوم زیږولو پریکړه کوي.

د څیړنو له مخې ۵۱ سلنه ماشومان چې په ۲۰۱۷م کال کې په چين کې زیږیدلي دي، د خپلو مېندو او پلرونو دویم اولادونه دي. دا شمیر په ۲۰۱۶م کال کې ۴۰ سلنې ته رسیدلی وو.

sn/ms (afp)