یوې آلمانۍ پولیسې غوښتل خپل میړه په زهرو ووژني
۱۳۹۸ آبان ۱۷, جمعهدوه ښځینه پولیسې، یوه کس ته د زهرو د ورکولو او وژلو د هڅې په تور د آلمان په توبینګین کي د جمعې په ورځ محکمې ته وغوښتل سوې. قرباني کس د یوې پولیسې خاوند دی. د جرم علت کورنۍ شخړه بلل سوی.
د لویی څارنوالۍ په حواله دغو دوو ۴۰ او ۴۲ کلنو ښځینه پولیسو غوښتل په فبروري کي د ۴۰ کلنې پولیسې میړه چي ۵۲ کاله عمر لري، په ګډه سره د له حده زیاتو دارو درملو په ورکولو سره ووژني. خو ژغورونکې عمله په دې وتوانیده چي دغه کس وژغوري او کلینیک ته یې انتقال کړ. دغه سړی په خپله هم د پولیسو چارواکی وو.
د تحقیقاتو پر وخت ۴۰ کلنې پولیسې چي تور ورباندې لګول سوی، تر یو حده پورې خپل جرم منلی خو د هغې همکاره بیا تر اوسه پورې پټه خوله پاته ده. دغه دواړه پولیسې په اوس وخت کی په توقیف کي دي. که پر هغوی باندې جرم ثابت سي نو تر ۱۵ کلونو بند باندې محکومیدای سي.
محکمه پلان لري چي د دسمبر تر ۲۰مې پورې د محاکمې نورې غونډی هم دایرې کړي.
G.P/M.J/dpa