په ونو بار لارۍ کې یو شمیر افغانانو ځانونه آلمان ته رسولي
۱۳۹۹ آذر ۸, شنبهلکه څنګه چي د آلمان پولیسو د جمعې په ورځ خبر ورکړی، دغو افغانانو دوې ورځي په دغه لارۍ کې چی د ونو له تنې څخه ډکه وه، په سخت خطرناک حالت کې تیرې کړي دي.
داسي ښکاري چې د پنجشنبې په ورځ د لارۍ یوه چلوونکي په ناڅاپي ډول د افغانانو دغه ډله د بایرن ایالت ته نژدې د روزن هایم په ښار کي د خپلي لارۍ شاته د بارولو په ځای کي لیدلي وي.
لارۍ چلوونکی په یوه تم ځای کي متوجه سو چي د لارۍ د بار برخه یې په غیر معمولي ډول ډیره خوځیږي.
هغه لومړی بیره درلوده چي ښایي په لارۍ کی بارسوی ۲۴ ټُنه وزن بې ځایه سوی وي. کله چی یې غوښتل هر څه کنترول کړي، پنځه تنه نارینه چی یو یې ۱۶ کلن وو، ورڅخه راووتل. پولیسو څو شیبې وروسته هغوی ونیول.
دغه نارینه افغانان له رومانیې څخه آلمان ته را انتقال سوي دي. نوموړې لارۍ د دوشنبې په ورځ په رومانیا کي په ونو بار سوې وه. د لارۍ چلوونکي د سه شنبه په ورځ د آلمان په لور څه د پاسه ۱۰۰۰ کیلومتره لار ووهله او غوښتل یې د آلمان پر دغه لویه لار یوه دمه وکړي. د پولیسو په حواله د لارۍ چلوونکی د سفر پر وخت هیڅ متوجه نه سو چی نوموړي نارینه یې په لارۍ کي پټ دي.
زموږ له آرشیف څخه: