یوه ځوانه پولنډۍ نجلۍ څنگه په افغانستان کي پاته سوه؟
۱۳۹۸ آذر ۲۴, یکشنبهد مونیکا په نامه دغه ځوانه پولنډۍ نجلۍ کوچنیانو ته د درس ورکولو سره ډیره علاقه لري. دا ۱۵ کاله کیږي ، چي په سیاحت اخته ده او د دنیا ډیرو هیوادونو ته یې سفرونه کړي دي. خو اوس یې په يوه ډیر لیري او جنگ ځپلي هیواد، افغانستان کي ی د پاته کیدو عزم کړی دی او هلته نجونو او هلکانو ته د انگلیسي ژبي درس ورکوي.
مونیکا اوس د سهار څخه تر غرمې پوري معلمي کوي او ۱۳۰ کوچنیانو ته د «رهنورد نور» په مکتب کي سبق ورکوي. د غرمې څخه تر ماځیگر پوري بیا ۴۰ فعالو اجتماعي، فرهنگي او هنري نوو ځوانانو او ځوانانو ته مفت درس ورکوي.
مونیکا د لعل او سرجنگل په ولسوالۍ کي په یوه ډیره ساده اطاق کي ژوند کوي. دري ژبه یې هم تر ډیره حده پوري زده کړې ده او خپل مشکل په حلولای سي. پوړنئ پر سر کوي او اسلامي او افغاني رسم ورواجونه مراعتوي. مونیکا خپل سفر د کابل ،بامیان او بدخشان څخه شروع او بلاخره د غور د لعل وسرجنگل ولسوالۍ ته ورسیدله.
دا پوهیږي، چي د افغانستان امنیتي وضعیت ښه نه دی، خو ددغي ولسوالي خلگ ډیر ارام او د علم او پوهي شوقیان دي. دا وايي، چي « په کابل ، هرات، بلخ او یا بامیان کي خارجي مؤسسې فعاله دي او ضرورت نسته چي هلته کار وکړي، خو دلته هیڅ خارجیان نه سته او غواړي د کوچنیانوسره کومک وکړي. ځکه یې نو دغه ځای انتخاب کړی دی. »
دا چي د افغانانو د کلتور او ژوندانه د طرز معلومولو او تحقیقاتو په خاطر افغانستان ته راغلې وه، د فیروز کوه د لاری څخه د تیریدو پر مهال یې تصمیم ونیوی، چي د دغه ولایت د لعل او سرجنگل په ولسوالۍ کي پاته او هلته کوچنیانو ته درس ورکړي.